پل علم (پژواک، ٩ کب ٩٣): چارواکي وايي چې د لوګر په وروستيو ترهګريزو بريدونو کې د لاس لرلو په تور د بره کي برک ولسوالۍ امنيه قوماندان او له نشه يي توکو سره د مبارزې امر نيول شوي دي.
د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين وايي چې دا چارواکي د تېرې پنجشنبې په ورځ له پل علم څخه د راغلو پوليسو له خوا ونيول شول.
امين وايي چې د دوى په هکله يې يواځې دومره وويل چې پر امنيه قوماندان سمونيار محمدقاسم او له نشه يي توکو سره د مبارزې پر امر لومړي څارن محمد خالد په ترهګريزو پېښو کې د لاس لرلو تور دى.
ولسوال وويل چې دا چارواکي مرکز پل علم ته لېږدول شوي دي.
بلخوا د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزى هم د دغو چارواکو نيول کېدل تاييدوي.
اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر محمدقاسم او محمدخالد شک کېږي چې په لوګر کې په وروستيو ترهګريزو بريدونو کې يې له مخالفينو سره همکاري کړې ده.
امنيه قوماندان همداراز زياته کړه چې دا چارواکي په ځينو نورو پېښو کې هم له مخالفينو سره پر همکارۍ تورن دي.
د اسحاقزي د معلوماتو له مخې، دواړه چارواکي ملي امنيت ته سپارل شوي او د اوسمهال لپاره ترې پوښتنې ګروېږنې کېږي.
هغه وويل چې تر اوسه د څېړنو جزئيات څرګند نه دي، خو امنيه قوماندانۍ ته داسې راپورونه ور رسېدلي چې دوى په بمي چاودنو کې د طالبانو مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم ١٤ پوليس پر امنيې قوماندانۍ د وروستي ځانمرګي بريد په تړاو ونيول شول.
د سلواغې په ٢٨مه څلورو ځانمرګو طالبانو له پوځي يونيفورم څخه په ګټه اخيستو د لوګر پر امنيې قوماندانۍ بريد وکړ چې په پايله کې يې تر شلو ډېر پوليس ووژل شول او نږدې همدومره نور ټپيان شول.
امنيتي چارواکو ويلي وو چې د قوماندانۍ ساحې ته د ځانمرګو په ننوتو کې په حکومتي بنسټونو کې د مخالفينو جاسوسانو مرسته کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP