Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د وروستيو پېښو د قربانيانو د درناوي لپاره درى  ورځنۍ ماتم اعلان شو

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٣): د کابينې په فوق العاده غونډه کې په هېواد کې د وروستيو طبيعي پېښو د ځاني او مالي زيانونو په مناسبت درې ورځنى ملي ماتم اعلان شو.

د ولسمشر د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو دريو ورځو (د کب نهم، لسم او يوولسم) په اوږدو به د افغانستان بيرغ په ټول هېواد او له هېواده بهر په افغان سياسي نماينده ګيو  او سفارتونو کې نيم ځوړند وي.

د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د واورو ښويېدنو او سېلابونو د راوتو له امله د هېواد په بېلابېلو سيمو کې څه باندې ٢٦٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ډېرى قربانيان يې په پنجشېر ولايت پورې اړه لري او د دې تر څنګ يې خلکو ته  درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.

راپورونه وايي چې د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې د واورې ښويېدنو له امله شاوخوا ٢٠٠ ماشومانو او ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د وياند له دفتره په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابينې غونډه تېره ورځ د ولسمشر محمداشرف غني تر مشرۍ لاندې جوړه شوه چې په کې د هېواد د وروستيو طبيعي پېښو زيانونه ډېر خواشينوونکي او دردوونکي بلل شوي  دي.

 د کابينې ناستې د هېواد له ديني عالمان، مشرانو، مخورو او ټول  متدينو خلکو څخه غوښتنه کړې چې په خپلو سيمو کې د وروستيو پېښو د قربانيانو د فاتحې مراسم او د قران کريم ختمونه ترسره کړي.

ټاکل شوې چې د يادو شوو پېښو د قربانيانو د فاتحې او ختم مراسم سبا د يکشنبې په ورځ (د کب ١٠مه) د ارګ په جامع جومات او د کابل ښار په نورو جوماتو کې ترسره شي.

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو رسنيو غوښتنه کړې چې په هېواد کې د درى ورځني ملي ماتم او د وروستيو پېښو قربانيانو ته د درناوي په خاطر خپلې خپرونې له ملي روحيې سره برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.