Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پنجشېر واورې ځپلو ته د پاکستان مرستې راغلې

کابل ( پژواک، ٩ کب ٩٣ ) : د پاکستان لخوا د پنجشېر ولايت د ځپل شوو خلکو لپاره په دوو الوتکو د بېلا بېل ډول توکو مرستې ولېږلې او ايران له دغو مصيبت ځپلو سره د مرستو چمتووالى څرګند کړ.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د دفتر (اى اېس پي ار) له خوا د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرستې يې له خپل افغان وروڼو سره د خواخوږۍ په موخه کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دوو (c١٣٠ ) ډوله پوځي باربري الوتکو کې يې نن بېلابېل ډول توکي افغانستان ته لېږلي، څو د پنجشېر ولايت پر اړو خلکو يې ووېشي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو توکو کې کمپلې، خېمې، بسترې، تيار خواړه، معدني اوبه او درمل شامل دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير له خپل افغاني سيال صلاح الدين رباني سره په ټيلېفون کې د ډاډګېرنې د څرګندولو ترڅنګ د قربانيانو له کورنيو سره د مرستې کولو خبر ورکړ.

هغه وويل، د ايران سره مياشت چمتو ده چې د افغانستان د سرې مياشتې له لارې د قربانيانو له کورنيو سره مرستې وکړي.

د يادونې ده تېره اوونۍ د هېواد په بېلا بېلو او پنجشېر ولايت کې د سختو واورو له امله تر ٢٧٠ کسان مړه شوي، چې يواځې ٢٠٠ يې په پنجشېر کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.