Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رييس خدايداد اعدام شو

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٣): پر رييس خدايداد مشهور، سيدالله چې د وسله والو غلاوو او انسان تښتونو  په برخه کې د افغانستان د معاصر تاريخ تر ټولو ماهر او حرفوي مجرم ګنل کېږي، اعدام شو.

د امنيتي چارواکو په وينا،  رييس خدايداد په وروستيو څو کلونو کې د تښتونو، وژنو او وسله والو غلاوو په سلګونو قضيو کې ښکېل و او په کابل او  ولايتونو کې يې د انسان تښتونو او وسله والو غلاوو د څو شبکو رهبري کوله.

نوموړي د نړيوالو پوليسو(انټرپول) تر څارنې لاندې هم و او له ١٣ کلونو وروسته د روان کال په وږې مياشت کې د امنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې په کابل کې ونيول شو.

د حکومت يوې سرچينې د دې پخلى وکړ چې رييس خديداد نن يوولس نيمې بجې د کابل په څرخي پله زندان کې اعدام شوى دى.

بلخوا د ملي امنيت لوى رياست لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي  چې پر  رييس خدايداد نن تر غرمې مخکې په يوولس نيمو بجو د څرخي پله په زندان کې د لوی څارنوالی استازی، د څرخي پله زندان د مسوولينو، د طبي مسوولينو، ملا امامانو او د سيدالله د مدافع وکيل پر وړاندې د افغانستان د جزايي قانون او جزايي اجرااتو د احکامو په رڼا کې اشد مجازات ( اعدام) حکم تطبيق شو.

سرچينې زياته کړې، سيدالله د حاجي عبدالله زوی چې په رييس خدايداد مشهور و، په  ۱۳۵۱  لمريز کال کې د خوست په تڼيو ولسوالی کې زېږيدلی و او دامنيتي موظفينو لخوا تر نيول کېدو وروسته د ١٣٩٣ لمريز کال د مرغومي د مياشتې په ٢٤مه، نېټه د ابتدايي محکمې حکم پر اساس د وسلوالو غلاوو، د کورنيو او بهرنيو اتباعو تښتونې او قتل په تور په اشد مجازات          ( اعدام) محکوم شوی وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ابتدايي محکمې حکم د استيناف محکمې لخوا د ۱۳۹۳ لمريز کال د سلواغې (دلو) مياشتې په ۱۴ مه نيټه او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سترې محکمې  لخوا د ۱۳۹۳ لمريز کال د سلواغې  مياشتی په ۲۷ مه نيټه   تاييد شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنيت لوی رياست د نورو امنيتي ارګانونو په همکارۍ سره خپلو هېواد والو ته ډاډ ورکوي، چې په هر ډول شرايطو کې به له خطر ناکو  مجرمينو او د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو پر وړاندې کلکه مبارزه کوي او هغوي به د خپلو اعمالو په سزا رسوي.

د ويلو ده، د روان کال د تلې په ١٦مه نېټه هم حبيب استالف او د پغمان پېښې د جنسي تېري پنځه عاملين د څرخي پله په زندان کې اعدام شول.

حبيب استالف د تېر کال په تله مياشت کې د کابل پوليسو تر يوې وسله والې نښتې وروسته ونيو. نوموړى چې د لويې څارنوالۍ له خوا پر بېلابېلو پلان شوو جرمونو تورن و او په هېواد دننه او بهر يې له مافيايي ډلو سره اړيکې درلودې، په هېواد کې د مافيا له پياوړو غړو څخه ګڼل کېده چې يوه لسيزه وړاندې له څرخي پله زندانه  څخه په تېښته بريالى شو او د امنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې و.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت په وروستيو ورځو کې د استالف او پغمان د تېري کوونکو د اعدام حکم توشېح کړ او د نوي ولسمشر اشرف غني په حکومت کې پلى شو.

د رييس خدايداد اعدام هغه لومړنۍ اعدام دى چې د ولسمشر اشرف غني په توشېح سره عملي کېږي.

د حامد کرزي په تېره ١٣ کلنه دوره کې پر شاوخوا ٥١ کسانو د اعدام حکم پلى شوى او ٢٧٠ نور هم پر اعدام محکوم شوي چې لا تر اوسه پرې حکم نه دى عملى شوى.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.