مزارشريف (پژواک، ٩ کب ٩٣): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې په مزارشريف ښار کې يې د يوې مېرمن په ګډون شپږ انسان تښتونکي نيولي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د کب په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يې د حضرت شاه په نوم يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو ژوندی وژغوره او خپلې کورنۍ ته يې وسپاره.
نوموړي زياته کړه چې ياد ماشوم تېره اوونۍ له مزارشريف ښاره تښتول شوی و چې له کورنۍ څخه يې د خوشي کېدو په بدل کې د پيسو غوښتنه شوې وه.
د هغه په وينا، ياد ماشوم يې بېګا شپه د مزارشريف ښار شمال ختيځ لور ته له اېس پروژې ښارګوټي څخه د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو به بنده راخوشى کړ.
دراني وويل چې ياد ماشوم د يوې مېرمن په ګډون د شپږو کسانو له خوا تښتول شوی و چې شپږ واړه يې د عملياتو په ترڅ کې ژوندي ونيول شول.
نوموړي زياته کړه چې د حضرت شاه پلار حاجي داوود پوليسو ته وويل، زوی يې تېره اوونۍ د کور له کوڅې تښتول شوی و چې بار بار ورته له بېلابېلو موبايل نمبرونو زنګ راته او د پيسو غوښتنه يې کوله.
په داسې حال کې چې د نوي کال د نوروز د جشن لپاره امنيتي ارګانونه د سختو امنيتي چارو د پيلېدو په درشل کې دي، په مزارشريف ښار کې د انسان تښتونې پېښې زياتې شوې دي.
تېره اوونې هم درې کسان چې له مزارشريف ښار څخه يې ټکسي چلوونکی تښتولی و، امنيتي ارګانونو نيولي وو.
يادو کسانو ټکسي چلوونکی چاربولک ولسوالۍ ته تښتولی او وژلی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP