جلال اباد (پژواک، ۹ کب ۹۳): چارواکي وايي په نورستان ولايت کې هغې نجلۍ د ملي اردو سرتېرو ته ځان سپارلې چې وسله والو طالبانو په زور خپلو ليکو ته جذبوله.
د لال مينې په نوم ياده نجلۍ اتلس کلنه او د نورستان د نورګرام ولسوالۍ د سجين کلي اوسېدونکې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول ارد وياند ډګروال نعمان هاتفي د کب په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبان له څه مودې راهيسې د دې نجلۍ کور ته ورتلل او هغه يې په زور مجبوروله چې خپلو ليکو ته يې جذب کړي.
هغه زياته کړه: ((تېره ورځ د قوماندان ملااسلام الدين په مشرۍ څو وسله وال طالبان په نورګرام کې د دې نجلۍ کور ته ورغلي، د نجلۍ پلار چې ملنګ نومېږي يو کلاشينکوف يې هم ور وړی، دوی د دې لپاره ورغلي وو چې دا نجلۍ په خپلو ليکو کې جذب کړي خو د شپې ناوخته کله چې وسله وال د دوی په کور کې ويده شوي، نجلۍ له ياد کلاشينکوف سره له کور تښتېدلې او د ملي اردو سرتېرو ته يې ځان سپارلى دى.))
نوموړي وويل چې دغه نجلۍ د قومي مشرانو او نورګرام د ولسوال په مرسته لغمان ولايت ته بيول شوې او اوس خوندي ده.
د هاتفي په وينا، د ملي اردو سرتېري د يادې نجلۍ کور ته رسېدلي او د کورنۍ د غړو امنيت يې نيول شوی خو هغه ونه ويل چې وسله والو دا نجلۍ د څه لپاره په خپلو ليکو کې جذبوله.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقيوم وايي چې له يادې پېښې خبر شوی خو تر اوسه يې په دې اړه معلومات نه دي دقيق شوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د دې مسئلې د څرنګوالي په اړه يې څېړنې پيل کړې چې په اړه به يې وروسته معلومات وړاندې کړي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه د دې خبر په غبرګون کې رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تر دې مخکې د هلمند چارواکو هم ويلي وو، هغه نجلۍ چې د طالبانو له خوا ځانمرګي بريد ته اماده شوې وه، دولتي ځواکونو ته ځان تسليم کړى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP