Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر ايران ته خپل سفر وځنډاوه

کابل ( پژواک، ٩ کب ٩٣ ) : ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ، چې په هېواد کې د وروستيو پېښو له امله ايران ته خپل سفر يې ځنډولى دى.

ولسمشر چې د کب په ٩مه، تر ماښام وروسته يې د ملي تلويزيون له لارې ولس ته وينا کوله، وويل چې په هېواد کې د وروستيو ورښتونو ، واورو او سيلابونو له امله ٢٨٦ تنه مړه، ١٤٣ ټپي او ١٢٤٨ کورونه ړنګ شوي دي.

ده زياته کړه: ( زه غواړم د مصيب په دې وخت کې په هېواد کې دننه له خپل ولس سره واوسم.))

ولسمشر د ايران له  ولسمشر او ددغه هېواد له نورو چارواکو مننه وکړه، چې ده ته يې د سفر بلنه ورکړې وه.

ټاکل شوې وه، چې ولسمشر په نږدې راتلونکي کې له يوه لوړ پوړي پلاوي سره سفر کړى واى.

خو ولسمشر وويل چې ډېر ژر به له ايران سره د سفر پر نوې نېټې خبرې وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.