Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر غني او اوباما به د وري په ٤مه سره وګوري

واشنګټن (پژواک، ٩ کب ٩٣): د افغانستان ولسمشر اشرف غني به درى اوونۍ وروسته په سپينه ماڼۍ کې د  امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي چې  د دې ليدنې پر مهال به  د افغانستان اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغانستان د ملي يووالي حکومت نور چارواکي هم ګډون ولري.

سرچينې زياته کړې چې د مارچ په ٢٤مه به چې د وري له ٤مې سره سمون خوري، په سپينه  ماڼۍ کې د افغان پلاوي په وياړ د غرمې ډوډۍ ورکړل شي.

د سپينې ماڼۍ وياند وايي چې له دې وروسته به د افغانستان او پاکستان ولسمشران پر بېلابېلو موضوعاتو تفصيلي خبرې وکړي.

ارنسټ زياته کړې چې د افغانستان وروستي امنيتي حالات، اقتصادي پرمختګ او د افغانستان د سولې پروسه به د دوى د خبرو او مذاکرو يوه له مهمو موضوعګانو وي.

هغه وايي: ((په افغانستان کې تر تېرو ټاکنو وروسته چې د لومړي ځل لپاره سياسي واک په سوله ييزه توګه ترسره شو، دا لومړى ځل دى چې په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان او امريکا له مشران سره ګوري او مذاکرات کوي.

د سپينې ماڼۍ وياند وايي چې امريکا ته د سفر پر مهال به افغان ولسمشر او ورسره راغلى پلاوى د بهرنيو چارو د وزير جان کيري ترڅنګ له ګڼو نورو لوړ پوړو امريکايي چارواکو سره ليدنې کتنې وکړي.

هغه زياته کړې: ((واشنګټن ته د ولسمشر غني سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزو همکاريو ښکارندويي کوي، امريکا ژمنه ده چې له افغانستان سره د لاسليک کړي ستراتيژيک تړون له مخې اوږودمهاله همکاريو ته ادامه ورکړي.))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.