کابل (پژواک ١٠ کب ٩٣): کابل کې د امريکا سفير وايي، امريکايي ځواکونو د پنجشېر د پېښې له قربانيانو سره د مرستې په لړۍ کې فعاله ونډه اخيستې او دغه هېواد چمتو دى، چې په ياده برخه کې نورې مرستې هم وکړي.
په افغانستان کې د امريکا سفير مايکل مک کنلي، نن په کابل کې د دغه هېواد په سفارت کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د يادې موضوع په څرګندولو سره وويل، امريکا هوډ لري چې د وروستيو طبيعي پېښو له اړو کورنيو سره ډېرې مرستې وکړي.
هغه زياته کړه: “د وروستيو طبيعي پېښو په ځانګړي ډول په پنجشېر او بدخشان ولايتونو کې ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ، موږ يې ډېر متاثر کړي يو او د افغانستان خلکو ته تسليت وايو او له هغوى سره خپله همدردي ښکاره کوو.”
مک کنلي زياته کړه، د دغه هېواد پوځيانو تر اوسه پورې د واورو د پاکولو او د لارو د پرانېستو لپاره د ځينو وسايلو مرسته کړې او ان په پنجشېر کې د مرستو رسولو په عملياتو کې په مستقيم ډول برخه اخيستې ده.
د امريکا سفير ورته مهال څرګنده کړه، چې اوسمهال د دوى يو ټيم له زيانمنو سيمو څخه د عکس اخيستو په حال کې دى، څو له مخې يې امريکا له اړو کورنيو سره مرستې وکړي.
ده زياته کړه، دوى هوډ لري څو په دغه ډګر کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ سازمان (يونيسيف) د روغتيا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان هم برخه واخلي.
دغه لوړپوړي امريکايي ډيپلوماټ وويل، امريکا چمتو ده چې د هغو پلونو او لارو په رغولو کې چې د ډېرې واورې ورېدو له امله زيانمنې شوې او يا هم له منځه تللې، برخه واخلي.
د وروستۍ واورې له ورښت څخه د زيانمنو کورنيو لپاره د امريکا مرستې په داسې حال کې اعلانېږي، چې د حکومت د اجرايي مشر عبدالله عبدالله په وينا، تر اوسه پورې د دغو پېښو له امله ٣١٦ کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.
نوموړي چې نن په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل چې تر اوسه پورې د واورو د ورښت له امله په پنجشېر کې ١٩٦ کسانو، بدخشان کې ٣٤، بلخ کې ٩، فارياب کې ١١ ، نورستان ١٢، ډايکنډي ١٠، غور ٧، بغلان ٦، کاپيسا کې ٦، تخار کې ٤، ننګرهار کې ٤، باميانو کې ٤، بادغيس کې ٤، پروان کې ٤، فراه کې ٢، بادغيس کې ٢ تنو او په هرات کې يوه کس ژوند له لاسه ورکړى او لسګونه نور ټپيان شوي دي.