مزارشريف (پژواک، ١١ کب ٩٣): دولت بايد په ټولنه کې د ټولنيزې سولې د دودېدو لپاره په ګړندۍ توګه هڅه وکړې.
دغه غوښتنه د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ټولنيزې سولې او شخړو د حل په موخه د جوړې شوې غونډې ګډونوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې وکړې.
ياده غونډه د اشيانه موسسې له خوا د بلخ د سولې د عالي شورا د کمېټې او مزارشريف ښاروالۍ په همغږۍ د GIZ په مالي ملاتړ جوړه شوې وه چې د مدني ټولنو غړو تر څنګ په کې ځينو دولتي چارواکو هم برخه اخيستې وه.
په مزارشريف کې د اشيانې موسسې سيمه ييز مسوول ډاکټر شاهپور مايار پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده غونډه يې د سوله ييز ژوندانه لپاره په ټولنه کې د ټولنيزې سولې د رواجېدو په موخه جوړه کړې وه.
نوموړي زياته کړه چې دوی نن د سياسي سولې په اړه خبرې ونه کړې، بلکې د هغې ټولنيزې سولې د رواج کېدو په موخه يې بحثونه وکړل چې له کوره پيلېږي او تر کليوالي سيمو پورې غځېږي.
د هغه په وينا، دوی د تېر يو کال په اوږدو کې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ او د مزارشريف ښار په بېلابېلو برخو کې ۲۳ ټولنيزې شوراګانې جوړې کړې چې د ټولنيزې سولې لپاره کار وکړي.
شاهپور وويل چې د ياد پروګرام د جوړېدو يوه موخه دا هم وه چې يادې شوراګانې دولتي مقاماتو ته ورپېژندل شي او د ټولنيزو شخړو په حل کې ترې کار واخلي.
د مزارشريف ښار د علي شېر نوايي ګذر د ټولنيزې شورا مسوول معلم صفي الدين غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې له ټولنيزې سولې پرته ارام ژوند کول ناشوني دي.
نوموړي زياته کړه چې دوی هغه مهال سمې سياسي سولې ته رسېدی شي چې د ټولنيزې سولې لرونکي وي.
د هغه په وينا، په ټولنه کې د وړو وړو شخړو له منځه وړل د سترو ستونزو د راپيدا کېدو مخه نيسي او دغه چاره د ټولنيزې سولې له لارې شونې ده.
په بلخ ولايت کې د سولې د عالي شورا د کمېټې مسوول بازمحمد غريب يار چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه پژواک ته وويل چې ټولنيزه سوله د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره لومړنۍ اړتيا ده.
نوموړي زياته کړه چې دوی د ورته کړنو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د ټولنيزې سولې لپاره په ټولنه کې هڅې وکړي.