Language

د بلخ د سولې عالي شورا له پاکستانه د ملايانو پر را ايستلو اندېښنه وښوده

مزارشريف (پژواک، ١٣ کب ٩٣): د بلخ ولايت د سولې د عالي شورا کمېټې د پاکستان له جوماتونو د درې سوه ملا امامانو له دندې ګوښه کېدل او افغانستان ته پر را لېږلو اندېښنه وښوده.

په دې وروستيو کې پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اړوند له بېلابېلو جوماتونو ۳۰۰ افغان ملا امامان له دندو ګوښه کړي او افغانستان ته د ايستلو ګواښ يې ورته کړی دی.

د بلخ د سولې د عالي شورا د کمېټې مسوول بازمحمد غريب يار د کب په ۱۳مه خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وويل چې په افغانستان کې د تېرو څو کلونو د ناامنيو لامل پاکستان دى.

نوموړي زياته کړه، ډېری طالبان، چې د پاکستان په ديني مدرسو کې يې زده کړې کړې او افغانستان ته راغلي، د ناامنۍ په راوستو کې ښکېل شوي دي.

د هغه په وينا، له همدې امله دوی اندېښنه لري چې د پاکستان له ديني مدرسو د ۳۰۰ افغان ديني عالمانو ګوښه کېدل او افغانستان ته په راتګ مجبورول عادي مسئله نه ده.

غريب يار وويل، دوی اندېښنه لري چې ممکن دغه کسان په بشپړه توګه افغانستان ته را واوړي او په سيمه کې د ناامنۍ په پيدا کېدوکې سره يو ځای شي او د سولې روانې لړۍ ته زيان ورسوي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې پاکستان ياده کړنه په افغانستان کې د ناامنۍ پيدا کېدو په موخه نه کولی، نو  دغه موضوع يې بايدد افغانستان چارواکو سره همغږه کړې واى .

د افغانستان د علماوو شورا غړي محسن دانش چې په ياده خبري ناسته کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل چې پاکستان تل له افغانستان سره دوه مخی سياست کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې په دې وروستيو کې پاکستان له يوې خوا د سولې هڅې روانې کړې او له بلې خوا د ۳۰۰ ديني عالمانو افغانستان ته د لېږلو چاره ترسره کوي، چې له يو بل سره سمون نه خوري.

د هغه په وينا، که چېرې پاکستان رښتيا هم د سولې لپاره کار کوي؛ نو په کار ده چې ورته چارې له افغانستان سره په همغږۍ کې ترسره کړي.

Related Topics