مزارشريف (پژواک، ١٣ کب ٩٣): د بلخ ولايت ديني عالمان وايي، په کوم وطن کې چې امنيت او سوله نه وي؛ نو د ټولنيز ژوند لپاره په کې اسانتيا نه برابرېږي.
دغه څرګندونې د بلخ د علماوو د ټولنې مشر مولوي عبدالخالق د کب په ۱۳مه د ديني عالمانو د هغې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وکړې چې دی په کې د مشر په توګه وټاکل شو.
ياده غونډه چې د مزارشريف ښار د روضې په جامع جومات کې د زرګونو ديني عالمانو او د مدرسو او دارالحفاظونو د زده کوونکو په ګډون جوړه شوه، د بلخ د خصوصي مدرسو او دارالحفاظونو د علماوو د ټولنې بنسټ په کې کېښودل شو.
مولوي عبدالخالق وويل چې دوی نن د اسلامي ارزښتونو او د افغان ملت د ويښېدو په موخه سره غونډ شوي وو.
نوموړي زياته کړه، ځينې کړۍ د علماوو په نوم د افغانانو تر منځ د نفاق پيدا کېدو په هڅه کې دي.
هغه د سلواغې په ۱۵مه په کابل کې په جوړې شوې غونډه کې د کب د ۱۴مې د خصوصي مدرسو او دارالحفاظونو په اړه د جوړېدونکې غونډې په اړه وويل، ځينې کړۍ د ورته غونډو له لارې په افغانستان کې د خصوصي مدرسو او دارالحفاظونو له جوړېدو سره مخالفت څرګندوي.
مولوي عبدالخالق وويل چې نن د بلخ سلګونه ديني عالمان د دغه ډول حرکتونو د مخنيوي په موخه سره غونډ شول او د بلخ د علماوو د ټولنې بنسټ يې کېښود.
نوموړي زياته کړه چې د يادو غونډو په ترڅ کې په بلخ ولايت کې د پنځو خصوصي مدرسو د بندېدو خبر ورکړل شوی چې بې بنسټه دی.
د هغه په وينا، دوی په بلخ کې د امنيت له امله د امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او خوښ دی چې د اسلامي تعليماتو لپاره يې دوی ته د خصوصي مدرسو او دارلحفاظونو په چوکاټ کې د خدمت کولو اسانتيا برابره کړې ده.
مولوي عبدالخالق وويل چې په افغانستان کې اسلامي جمهوريت حاکم دی او دوی يې نه يواځې چې مخالف نه دي، بلکې ملاتړ يې کوي.
نوموړي زياته کړه، د دوی په خصوصي مدرسو او دارالحفاظونو کې د حکومت په خلاف کوم عمل نه تر سره کېږي، که چېرې خدای مه کړه کوم مخالف په کې پيدا کېږي نو مجرم به وي او حکومت حق لري، چې سزا ورکړي.
مولوي عبدالخالق وويل چې دوی د سولې او امنيت راوستو په برخه کې د خپل حکومت ملاتړي دي او هڅه کوي چې په هېواد کې سوله او امنيت راشي.
هغه زياته کړه: ((په کوم وطن کې چې سوله نه وي امنيت نه وي، نو د ټولنيز ژوندانه لپاره په کې اسانتيا نه برابرېږي.))
د يادې غونډې په پای کې د علماوو د جوړې شوې ټولنې له خوا څو ماده ييز پرېکړه ليک وړاندې شو ، په کې له خطيبانو غوښتل شوي وو چې خلکو ته تبليغ وکړي ، ترڅو له هر ډول خرافاتو ډډه وکړي.
همداراز په پرېکړه ليک کې راغلي وو چې د بلخ ولايت د علماوو ټولنه د هر ډول خپلسرو او جاهلانه فتواګانو مخنيوی کوي او په دې برخه کې د قوي او باوري دارالفتوا جوړولو په درشل کې دي.
په پرېکړه ليک يادونه شوې وه چې د کب په ۱۴مه په بلخ ولايت کې د بلخ د علماوو د سترې غونډې په نوم ناسته ترسره کېږي چې د بلخ د مدرسو او دارالحفاظونو استازي په کې شتون نه لري نو له جوړېدو سره يې دوی مخالف دي.