تالقان (پژواک ١٣ کب ٩٣): د تخار د ورسج ولسوالۍ سيمه ييز اوسېدونکي وايي، د هغو اوو کليو له برخليک چې د ويغنان په سيمه کې په واوره کې بند پاتې شوي، تراوسه خبر نه لري.
دوى وايي، د ورسج په ويغنان سيمه کې ٧ کلي د واورې ښويېدو له امله په واوره کې بند پاتې شوي دي.
د ګاونډو کليو اوسېدونکي وايي، څو ورځې وړاندې د سختو واورو له امله د ويغنان د سيمو لارې تړل شوې وې او اوسمهال په سيمه کې د واورې ښويېدنې ديارلس پېښې نورې هم رامنځته شوې دي.
د ورسج ولسوالۍ د سردشت کلي اوسېدونکي سراج الدين وويل، چې د ولايت له مرکز سره د ويغنان سيمې د اوسېدونکو نښلوونکې لارې تړل شوې او د يادو سيمو خلک د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
سراج الدين زياته کړه: “له اوو څخه تر ٨ پورې کلي له تېرو نهو ورځو راهيسې تر واورې لاندې دي؛ له يوه بل خبر نه لري چې دوى ژوندي دي که مړه.”
د تخار ولايت سرپرست، د دغه ولايت امنيه قوماندان او د ملي امنيت مشر له يوه ټيم سره يو ځاى پرون ورسج ته تللي او ياده سيمه يې کتلې ده.
د سيمه ييزو چارواکو کاروان، چې له ځانه سره يې مرستې هم لېږدولې، د يادې لارې په اوږدو کې د لارو د بندښت له امله بېرته راګرځېدلى دى.
په شمال ختيځ زون کې د کليو او بانډو د لارو جوړولو مسوول عبدالمومن سيد وويل، چې د يادې لارې د پرانېستو لپاره يوه ډله په کار بوخته ده.
سيد زياته کړه، چې تر اوسه پورې ٧٢ کيلومتره لار پاکه شوې او يادو سيمو ته د رسېدو لپاره ٣٦ کيلومتره نورې لارې پاکولو ته هم اړتيا ده.
نوموړي زياته کړه: “نن يو بل سرک چې د ٣٦ کيلومتره ساحې په اوږدو کې تر اسپغ سيمې پورې غځېدلى، موږ يې لاره پاکوو او دغه لار به تر راتلونکې يوې يا دوو ورځو پورې پاکه کړو.”
د تخار سرپرست والي عبداللطيف ابراهيمي وويل، چې تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه لري او که چېرې د يادو کسانو د ژغورنې لپاره هڅې ونه شي، نو ستره انساني غميزه به رامنځته شي.”
نوموړي زياته کړه، چې د حقيقت موندنې ټيم به له ځانه سره د روغتيا يو ټيم هم ولېږدوي او ټاکل شوې، چې دغه ګروپ د اسونو په وسيله د ويغنان کليو ته سفر وکړي.
ابراهيمي وويل: “نن مو يادې سيمې ته په عملي توګه سفر درلود، اوسمهال په ويغنان کې يو. دلته کارکوونکي او سپين ږيري هم شتون لري. راپورونه تر اوسه پورې سهي نه دي. موږ يو ګروپ ټاکو، څو په اسونو باندې سيمې ته لاړ شي او حکومت ته کره راپور ورکړي، موږ به دغې سيمې ته يوه اندازه درمل هم ولېږو.”