Language

د کورنيو چارو  وزير: خلک دې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي

کابل (پژواک ١٤ کب ٩٣): د کورنيو چارو وزير وايي، امنيتي ځواکونه به د هېواد په کچه د امنيت د ټينګښت هڅه کوي، خو ولس هم بايد د خپلو سرتېرو همکار و اوسي.

د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي، نن له قومي مشرانو سره په کابل کې د امنيتي موضوعاتو په اړه په جوړه شوې غونډه کې وويل،  چې خلک بايد په خپلو ملي ځواکونو باندې باور ولري، څو په هېواد کې امنيت ټينګ شي.

هغه د يادو ځواکونو له لوري د قانون پلې کولو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، که په هېواد کې قانون عملي شي، نو هغه مهال به په هېواد کې عدالت هم پلى شي او له دې اړخه شته راپورته شوې ستونزې هم له منځه تللى شي.

نوموړى وايي، امنيت، سوله او ثبات د توپ او توپک له لارې په هېواد کې نه پلي کېږي، خو په دې برخه کې يواځې د خلکو همکارۍ او مرستې ته اړتيا ده.

هغه زياته کړه، چې پوليس د خلکو په خدمت کې دي او تل به د خپلو خلکو او هېواد امنيت ساتي.

د هغه په وينا، که له يوه پلوه د ملي پوليسو ځانګړې دنده د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړه ده، له بل لوري بايد دوى د فساد مخه ونيسي چې فساد د ملي يووالي حکومت لپاره يو لوى ګواښ دى، چې په دې برخه کې د ولس مرسته او همکاري ډېره اړينه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.