Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان ډاکټر عبدالله ته د سفر بلنه ورکړه

کابل (پژواک ١٤ کب ٩٣): په کابل کې د اسلام اباد سفير، ډاکټر عبدالله ته دې هېواد ته د رسمي سفر کولو بلنې ترڅنګ وايي، په دې هېواد کې له افغان ديپلوماتانو سره د ناوړه چلند پېښه څېړې او عاملين به يې له قانوني چلند سره مخامخ شي.

نوموړي، دغه څرګندونې نن له اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کابل کې د کتنې پرمهال کړې دي.

له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د پاکستان سفير سيد ابرابر حسين د افغانستان اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د پاکستان هېواد د لومړي وزير محمد نواز شريف له خوا ياد هېواد ته د رسمي سفر کولو بلنه ورکړه.

سفير زياته کړې، دوی هيله لري، چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له سمون او ټينګښت سره مرسته وکړي او د ګډو همکاريو اغېزمنتيا به زياته کړي.

نوموړي، ډاکټر عبدالله ته د پنجشېر او نورو ولايتونو د وروستيو واورو ښويېدنو او سېلابونو له امله پر رامنځته شوې مرګ ژوبلې د خپل هېواد د خواشينۍ او غم شريکۍ مراتب وړاندې کړل.

پاکستاني سفير، په دې هېواد کې له افغان ديپلوماټانو سره د پاکستان د امنيتي مسوولينو پر وروستي چلند د تاسف څرګندولو ترڅنګ ويلي، دوی ياده مسئله په جدي توګه څېړي او عاملين به يې له قانوني چلند سره مخامخ کېږي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کي له پاکستاني سفير څخه د ياد هېواد له مرستو، چې د وروستيو طبيعي پېښو له قربانيانو سره يې کړې وه، مننه وکړه.

بايد وويل شي، چېيوه اونۍ وړاندې، ياد هېواد د پنجشېر ولايت له ځپل شوو خلکو سره په دوو الوتکو کې بار د بېلا بېلو توکو مرسته وکړه.

نوموړي له افغان ديپلوماټانو سره د پاکستان د امنيتي مسوولينو وروستی چلند له توجيه لرې بللى او له ياد هېواد څخه يې د دې پېښې د جدي او ژورې څېړني غوښتنه کړې ده.

عبدالله پاکستان ته د خپل سفر په اړه ويلي، چې افغان حکومت به د دې سفر د نېټې او مودې په اړه په لازم وخت کي تصميم ونيسي او جزئئات به يې د اړوندو ديپلوماتيکو ادارو له لارې شريک کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د اجرائيه رييس او د پاکستان سفير په نننۍ کتنه کي د ډيورنډ پورې غاړې ته د افغان کډوالو د ستونزو د حل او اړينو اقداماتو په اړه هم بحث وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.