Language

کابل کې د سيرت النبي علمي ستره سيالي ترسره شوه

کابل (پژواک ١٥ کب ٩٣) د نهاد جوانان مسلمان له لوري د کابل ښار په عيدګاه کې د سيرت علمي ستره سيالي ترسره شوه، چې د لومړي مقام ګټونکى سعودي عربستان ته د حج فريضې د ادا کولو لپاره لېږل کېږي.

د نهاد جوانان مسلمان (نجم) مشر ډاکټر رحمت الله زاهد، نن په همدې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، چې په دې سيالۍ کې د کابل ښار او ولسواليو، کابو شپږ زره تنو ګډون کړى، چې له زرو څخه زياتې په کې نجونې دي.

ده زياته کړه، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د نجم له مشرتابه سربېره، د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د جمعيت اصلاح مشرتابه، د هېواد ديني علماوو او متخصصينو ګډون کړى دى.

نوموړي، د دې سيالۍ موخه د ځوانانو د پوهې د کچې لوړول، مطالعې ته د هغوى هڅونه او په ځانګړې توګه د اسلامي د پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم له ژوند سره د هغوى بلدتيا په ګوته کړه.

هغه زياته کړ، دا سيالي د فرانسوۍ مجلې چارلي ايبدو له لوري رسول الله ته د سپکاوي په غبرګون کې يو سوله ييز ځواب دى.

د ده په وينا، نجم هڅه کوي چې د پيغمبر د سيرت د خپراوي په اړه، نور ګڼ پروګرامونه په کابل او ولايتونو کې په نږدې راتلونکي کې جوړ کړي.

نوموړى زياتوي، دغه راز نن په لوګر ولايت کې هم د دوى د ټولنې له لوري د سيرت النبي سيالي ترسره شوه،چې له زرو تنو زياتو خويندو او وروڼو په کې ګډون کړى دى.

هغه هيله مندي وښوده، چې ټاکل شوې په راتلونکي کال کې، په ساينسي علومو، رياضي او اجتماعي مضامينو کې د معارف ستوري علمي سيالي د هېواد د ولايتونو په کچه ترسره کړي.

د نهاد جوانان مشر وايي، په پام کې يې وه، چې د دې سيالۍ د لومړي مقام ګټونکي ته د عمرې برابرولو زمينه برابره کړي، خو د حج او اوقافو وزارت رهبري اعلان وکړ، چې د دې سيالۍ اول نومره به سږکال د حج فريضي ادا کولو ته ولېږي.

هغه زياتوي، چې د سيالۍ دوهم او درېيم مقام ګټونکو ته موټرسايکل او لپ ټاپ کمپيوتر په پام کې نيول شوى دى.

ده وويل، دغه سيالۍ يې د اريانا هوايي شرکت او پانسونيک کمپنۍ په مالي مرسته په لاره اچولې ده.

د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د دې پروګرام له جوړوونکو څخه په مننې کولو وويل، دغه ډول سيالي د ځوانانو د علمي ودې لپاره ښه لاره ده.

هغه زياته کړه، چې د دې سيالۍ اول نومره به د هېواد په کچه د سيرت ستورى په نوم وپېژني او هم به يې سعودي عربستان ته د حج فريضې ادا کولو ته ولېږي.

د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د معلوماتو له مخې، دا ټولنه چې په ٢٦ ولايتونو کې فعاليت لري، له زرو ډېر داوطلب غړي او په منځني ډول په کال کې يې په پروګرامونو کې له لس زرو ډېر کسانو برخه اخلي.

د يو بل خبر له مخې، د سيرت النبي يوه بله سيالي د کابل ولايت په ګلدرې ولسوالۍ کې د لسګونو نجونو او هلکانو په ګډون ترسره شوه.

د دې سيالۍ يوه تنظيموونکي عبدالرحمن حکيمزاد، پژواک ته وويل، چې دغه سيالي په دې ولسوالۍ کې د جمعيت اصلاح د سيمه ييز دفتر له لوري ترسره شوه، چې په ١٨٤ نجونو او هلکانو ګډون کړى وو.

د هغه په وينا، د لومړي مقام ګټونکي ته بايسکل، د دوهم مقام ګټونکي ته د کاليو ګنډلو ماشين او درېيم ته د لوښو يو سيټ ورکول کېږي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.