Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

يوه  وسله واله ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه

ايبک ( پژواک، ١٦ کب ٩٣ ) : په سمنګان ولايت کې د وسله والو مخالفينو يوه ١٥ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.

د سمنګان سرپرست والي خير الله انوش د کب په ١٦مه، په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل چې دغې ډلې د  ولايت د مرکز ايبک ښار اړونده د تى خوک په سيمه کې چې له بغلان ولايت سره پوله لري، د دولت پر ضد وسله وال فعاليتونه کول.

هغه زياته کړه، چې دغو کسانو د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې د هلو ځلو په پايله کې  له مخالفت څخه لاس واخيست او د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

انوش وايي چې دغې  ډلې له ځان سره ١٤ ميله بېلابېل ډول وسلې او مهمات هم  راوړي دي .

د والي په وينا، ددې ډلې يو ځاى کېدل  به د دغه ولايت پر امنيت ښه اغېزه وکړي او له دې وروسته به په دغه ولايت کې دسولې پروسه نوره هم ګړندۍ شي.

د سولې له پروسې سره د يو ځاى شوې ډلې مشر ملا عبدالحق پژواک اژانس ته وويل چې دوى له تېرو شپږو کلونو راهيسې په  ياده سيمه کې ددولت پر ضد فعاليتونه کول.

د هغه په وينا، دوى د حزب اسلامي وسله والې ډلې سره تړاو درلود او وروسته له دې چې د خپل دولت له حقانيت څخه خبر شول، نو له مخالفت څخه يې لاس واخيست.

ده زياته کړه : (( موږ اوس پوه شو چې تېروتنه مو کړې او له دې وروسته به په هېواد کې دسولې او بيارغونې لپاره کار کوو.))

د سمنګان د سولې د ولايتي کمېټې د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې په دغه ولايت کې ٩٠  وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.