Language

په کابل کې پر يوې خانقا بريد ١١ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل (پژواک ١٦ کب ٩٣): د کورنيو چارو وزارت وايي، په کابل کې پر يوې خانقا د ناپېژاندو وسله والو د بريد په ترڅ کې، لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب دانش، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن ماښام شاوخوا ٦ بجې،  د پنځمې حوزې اړوند په يوې خانقا کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، وسله وال بريدکوونکو، چې تراوسه پورې يې شمېر معلوم نه دى، پر هغو کسانو چې په ياد ځاى کې يې عبادت کاوه، ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه وژلي او شپږ نور ټپيان کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند زياته کړه، چې وسله وال له بريد وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

دانش څرګنده کړه، چې تر دې دمه د دې پېښې څرنګوالى نه دى معلوم، خو امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د  بريد د عاملينو د پېژندلو او نيولو هڅې يې روانې کړې دي.

خو د کابل د پنځمې حوزې یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې په دې برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی.

سرچینې زیاته کړه، چې نامعلومو وسلوالو د کمپنۍ د موټر فروشیو شاته د خواجه جم په سیمه کې د بهادراغا پر خانقا برید کړی دی.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې په دې خانقا کې ډیری صوفیان عبادت ته راځي.

تر اوسه پورې، هېڅ يوې ډلې د دې بريد مسووليت نه دى منلى.

نور جزئيات به وروسته په ليکه شي.

Related Topics