تالقان (پژواک، ١٧ کب ٩٣): د تخار یو شمېر سوداګرې مېرمنې وايي، په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د ځانګړي مارکېټ د نشتوالي له کبله د دوی تولید شوي توکي، مناسب بازار نه شي موندلای.
په تالقانو ښار کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د غونډې په څنډه کې د مېرمنو لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شول، چې ډېری يې جامې وې.
د تخار د لاسي صنایعو د ټولنې د بازار موندنې مسووله فرشته حسیني وايې، دې ټولنې سره د مرکز تالقانو په ګډون په بهارک، کلفګان او ورسج ولسوالیو کې ۱۵۰۰مېرمنې کار کوي، چې تولید شوي توکي يې په تخار سربېره، نورو ولایتونو او ان بهر ته هم صادرېږي.
مېرمن حسیني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دوو کلونو راهیسې د دوی په لاس تولید شوي توکي په ایران، دوبۍ، ترکیې او تاجکستان کې هم مینه وال موندلي، چې په هرو درېیو مياشتو کې دوی تر ۳زرو پورې جامې تولیدوي.
هغې زياته کړه: “موږ ډېری بلوچۍ جامې تولیدوو، هره جوړه پر بهرنيو سوداګرو په پنځه زره افغانۍ پلورو؛ ځینې ښځینه چپنې بیا له ۷زرو څخه تر لس زرو پورې بیې لري؛ هره مېرمن په میاشت کې درې جامې ګنډلى شي؛ موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې د خپلو توليداتو شمېر تردې هم ډېر کړو”.
نوموړې وايي، سره له دې چې د تخار د مېرمنو په لاس تولید شوي توکي نړیوالو بازارونو ته لار موندلې ده، خو بیا هم په کور دننه د ځانګړي مارکېټ د نه شتوالي له کبله په کور دننه د مینه والو کچه ټیټه ده.
د تخار د ښځینه سوداګرو د ټولنې مرستیاله فریده حسیني وايي، دوی لا هم په بازار کې له وارد شويو توکو سره سیالي نه شي کولی؛ ځکه په وینا یې، په لاس ګنډل شوې یا اوبدل شوې جامې د بازار تر هغې ډېرې ګرانې دي، چې ډېری خلک یې د رانیولو توان نه لري.
مېرمن حسیني وايي، که دولت او یا هم مرستندویه ټولنې د لاسي صنایعو د ملاتړ لپاره دوی ته د خامو توکو مرسته وکړي، دوی کولی شي چې په بازار کې له وارداتي توکو سره هم سیالي وکړي.
هغې زياته کړه: “زموږ تولیدوونکې مېرمنې، خام توکي له بازار څخه په ګرانه بیه رانیسي، چې د تولید شويو توکو په بیه هم اغېز کوي؛ که دولت او یا هم موسسې موږ ته خام مواد، لکه رخت، مرۍ، تارونه، چېرمې او نور توکي راکړي او یا یې په ارزانه راکړي، موږ د خپلو تولیداتو کچه لوړولی او بیه یې راټیټولی شو، چې په دې صورت کې یې مینه وال هم ډېرېږي.”
نوموړې وايي، د دوی ډېری تولید شوي توکي د بهرنیو سوداګرو په مټ نورو هېوادونو ته صادرېږي، خو په کورنیو بازارونو کې ډېر مینه وال نه لري.
په تالقانو کې د لاسي صنایعو یوه کارپوهه نوریه نېکزاد وايي، دولت د لاسي صنایعو د بازار موندنې به برخه کې اړینې چارې نه دي تر سره کړي.
هغه زياتوي، که تالقانو کې د مېرمنو لپاره یو مارکېټ جوړ شي، چې مېرمنې خپل تولید شوي توکي نندارې او یا هم خرڅلاو ته وړاندې کړي، د وخت په تېرېدو سره یې هم مینه وال زیاتېږي او هم د سوداګرو مېرمنو اقتصادي حالت هم وده کوي.
مېرمن نېکزاد وايي: “تخار کې ډېری خامک ګڼدل، بلوچي، ګراف او زنجیرک ډېر مینه وال لري، چې جامې، دستکول، ټکري، چپنې او نور شیان ترې جوړېږي، خو دغه تولیدوونکې مېرمنې کوم ځانګړی ادرس نه لري، چې مینه وال ورته ورشي او د خوښې وړ جنس ترې را ونیسي؛ د دوی تولید شوي توکي په انفرادي ډول پلورل کېږي، چې ډېره ګټه نه کوي.”
په همدې مهال بیا د دغه ولایت د ښځو د ادارې چارواکي وايي، چې اوسمهال د مرکز تالقانو په ګډون په رستاق، کلفګان، بهارک، ورسج او فرخار ولسوالیو کې ۵۸۲۳ مېرمنې په لاسي صنایعو بوختې دي، چې له خپلو تولیداتو څخه د کورنۍ مصارف پوره کوي.
د ښځو چارو رییسه رزم ارا حواش وايي، که څه هم د سوداګرو مېرمنو د وړتیا لوړولو، د لاسي صنایعو د تولید او بازارموندنې او ګڼو نورو برخو کې ټي ډې ایچ، اغاخان بنسټ او کنسرن موسسو ګڼې مرستې کړې دي؛ خو په وینا یې چې په دغو برخو کې شوې چارې هومره نه دي، چې د سوداګرو مېرمنو ستونزې پرې هوارې شي.
مېرمن حواش وويل، د لاسي صنایعو د پلورلو لپاره د تالقانو په ښځینه باغ کې د مېرمنو لپاره یو مارکېټ جوړ شوی؛ خو تر دې دمه کوم سکټور نه دی حاضر شوی چې دغه مارکېټ فعال کړي.
حواش زياته کړه: “د تخار ښځینه بڼ پرانيستل شوی، د ښځو چارو ادارې څو وارې د رسنیو له لارې اعلان کړی، چې دغه مارکېټ خصوصي سکټور ته وسپاري، خو تر اوسه څوک نه دي موندل شوي چې دغه مارکېټ اجاره کړي، چې د ښځو فعالیت په کې پیل شي؛ موږ بیا هم هڅه کوو، چې دغه مارکېټ کوم خصوصي سکټور ته وسپارو، چې په کې د ښځو په لاس تولید شوي لاسي صنایع نندارې او خرڅلاو ته وړاندې شي”.
نوموړې، لاسي صنایع د کورني اقتصاد د ودې لپاره مهمه بولي؛ خو ور سره له خصوصي سکټور او په دغه ولایت کې له نادولتي بنسټونو څخه غواړي، چې د ښځینه مارکېټ په جوړولو کې ور سره مرسته وکړي.