Language

د پکتيکا د اطفايې ادارې د نوې کابل بانک د سوځېدو مخه ونيوله

ښرنه (پژواک، ١٧ کب ٩٣): د تېرې شنبې په ماښام نا وخته په ښرني ښار کې د کابل بانک ولايتي څانګې ته څېرمه په يوه مارکېټ کې اور ولګېد، چې د اطفايې ادارې  د چټک فعاليت په پايله کې د بانک د سوځېدو مخه ونيول شوه.

د پېښې عيني شاهد بنارس خان پژواک اژانس ته وويل چې اور د دوست محمد په مارکېټ کې د ټايرونو په يوه دوکان کې لګېدلی و، چې د کابل بانک په شپږ مترۍ کې موقعيت لري.

په دې اورلګېدنه کې درې دوکانونه او يو هوټل سوځېدلي دي.

بنارس خان زياته کړه: “د اوروژنې اداره وتوانېده چې په لنډ وخت کې د يادې اور لګېدنې مخنيوی وکړي او په خوا کې نوی کابل بانک له سوځېدو وساتي.”

د نوي کابل بانک يوه کارکوونکي جميل پژواک ته وويل، که د اطفايې  ادارې په وخت داور مخنيوی نه واى کړی، نږدې وه چې نوی کابل بانک هم په بشپړ ډول وسوځي.

هغه ونه ويل چې په بانک کې څومره افغانۍ موجودې وې.

تراوسه څرګنده نه ده چې د اورلګېدنې علت څه و ، خو پوليس وايي چې په اړه يې ددوى پلټنې پيل شوې دي.

Related Topics