ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يو شمېر ولايتونو کې د ښځو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

په يو شمېر ولايتونو کې د ښځو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

author avatar
8 Mar 2015 - 16:37
په يو شمېر ولايتونو کې د ښځو نړيواله ورځ ونمانځل شوه
author avatar
8 Mar 2015 - 16:37

کابل ( پژواک، ١٧ کب ٩٣ ) : په يو شمېر ولايتونو کې د ښځو نړيواله ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې په ځينو سيمو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى دى.

بلخوا د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکې ددې ورځ نمانځنه نمايشي بولي او زياتوي چې دا د دوى هېڅ درد نه شي دوا کولى .

هر کال د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د کب ١٧مه، چې د مارچ له اتمې سره سمون خوري، د ښځو د نړيوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي.

په دې مناسبت د ننګرهار  په قصر کې يوه لويه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې سرپرست والي مولوي عطاء الله لودين، ځايي امنيتي او ملکي چارواکو او ګڼ شمېر ښځو برخه اخيستې وه.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني غونډې ته وويل، له دې ورځې څخه د نمانځنې  موخه داده، چې مېرمنې له خپلو حقوقو څخه خبرې او برخمنې شي.

هغې زياته کړه، چې په تېره لسيزه کې ښځو په سياسي ،اقتصادي ،ټولنيز او ګڼ شمېر نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او دا کار ادامه لري.

 لودين وويل (( نړيوال د خپلو قوانينو له مخې د ښځو لپاره حقوق غواړي خو د افغانستان قوانين بيا په اسلام ولاړ دي او ښځو ته د اسلامي قوانينو له مخې حقوق ورکړل شوي.))

په ولسي جرګه کي د ننګرهار د خلکو استازې ارين يون وويل چې د ښځو لپاره يواځې په ښارونو کې يو څه کار شوى خو د ولسواليو ښځې له خپلو حقوقو بې برخې پاتې دي.

د بهسودو ولسوالۍ يوه اوسېدونکې ذاکره وايي چې دوى دا ورځ هر کال نمانځي، خو دوى ته يې هېڅ ګټه نه رسېږي او نه هم حقوق ورکړل شوي . هغې ددې ورځې نمانځل نمايشي وبلل .

بلخوا په هلمند ولايت کې دا ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې ددې ولايت د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې ٤٠ سلنه زياتوالى راغلى دى.

په هلمند کې د ياد کمېسيون مشر محمد بلال صديقي پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال له دوى سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٣٦ پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال دا شمېره ٥٠٢ پېښو ته لوړه شوې ده.

نوموړي د پېښو د ډېروالي لاملونه نا امنۍ،د قانون د پلي کولو کمزورتيا، ناوړه دودونه، روحي فشارونه، بې وزلي او نور په ګوته کړل.

خو د هلمند سرپرست والي محمد نعيم په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله په هلمند کې د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي. هغه له ښځو سره  ژمنه وکړه، چې ستونزې به يې هوارې او سرغړونکو ته به د قانون له مخې سزا ورکړل شي.

د هلمند د ښځو چارو رييسه جميله وايي چې دوى ښځو ته د حقوقو ورکولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې، خو بيا هم پر وړاندې يې ګڼ شمېر ستونزې لري.

دغه راز په هرات ولايت کې هم د ځايي چارواکو او ګڼ شمېر ښځو په ګډون دغه ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه چې د دوى په وينا، سږ کال په دې ولايت کې ٤٥ ښځې د خپلو خاوندانو له خوا وژل شوې دي.

د هرات د ښځو چارو رييسې محبوبې جمشيدي په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل چې دوى حکومت ته د حکومتوالۍ، سياسي، اقتصادي  او ټولنيزو برخو کې مشورې ورکوي، څو حکومت وکولى شي په دې برخو کې ښځو ته ونډه ورکړي.

هغې زياته کړه، سره له دې چې هرات يو له لويو ولايتونو څخه دى، خو  په پرېکړو، مديريت او حکومتوالۍ کې د ښځو شتون ته په کمه سترګه کتل شوي دي.

نوموړې دغه راز په ولسواليو کې هم د ښځو ونډه کمه وبلله او زياته يې کړه، چې د ولسوالانو ترڅنګ بايد يوه ښځينه سلاکاره په ولسواليو کې شتون ولري.

د هغې په وينا، که څه هم دوى د ښځو پر وړاندې د  تاوتريخوالي د مخنيوي هڅې کړې دي، خو بيا هم په دغه ولايت کې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.

تر دې مخکې ددغه ولايت د روغتون چارواکو ويلي وو، چې په روان لمريز کال کې په هرات کې ٤٥ ښځې د خپلو خاوندانو له خوا وژل شوي او ځينو يې ځان وژنې کړې دي.

همدارنګه ددغه ولايت يو شمېر ښځو د دا ډول غونډو جوړول نمايشي بولي او زياتوي چې دا دوى ته هېڅ ګټه نه رسوي.

د وحيدې صمدي په نامه يوې مېرمنې پژواک ته وويل چې په هرات کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى او پرون هم يوه ښځه د خاوند له خوا وژل شوې ده.

هغې زياته کړه، چې هر کال دا ډول غونډې جوړېږي، ژمنې کېږي، خو يوه ژمنه هم په عمل کې نه ده عملي شوې.

دغه راز په پکتيکا ولايت کې هم په داسې حال کې د ښځو نړۍ واله ورځ  نمانځل کيږي، چې ددې  ولايت ښځو ادعا کوله، چې په تېرو ١٣ کلونو کې د دوى لپاره هېڅ کار نه دى شوى.

د پکتيکا مرستيال والي عطا الله فضلي پژواک اژانس ته وويل چې داسلام مبارک دين ښځو ته چې کوم حقوق ورکړي، په افغانستان په ځانګړي ډول په پکتيکا کې اوس هم مېرمنې له هغو حقوقو څخه برخمنې نه دي.

هغه زياته کړه : ((په پکتيکا کې مېرمنې له زده کړې، روغتيايي اسانتياوو، ميراث او د ژوند له ټولو حقه حقوقو  بې برخې پاتې شوي او د وخت مسوولينو ورته لازمه پاملرنه او توجو نه ده کړې.))

په پکتيکا کې يواځينۍ  ښځينه ډاکټره ليلا هم وايي چې مېرمنې د نورو ستونزو تر څنګ د روغتيا په برخه کې هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

نوموړې زياته کړه : ((اوس هم د پکتيکا په ولسوالېو کې د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي او د کلتوري محدوديتونو له امله مېرمنې روغتيايي مرکزونو ته د نه ورتګ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.))

د پکتيکا د ښځو چارو رييسه بي بي حوا خوشيوال هم  مني چې په تېرو ديارلسو کلونو کې څنګه چې اړتياوه، ددې ولايت مېرمنو ته پاملرنه نه ده شوې، ځکه چې له يوې خوا کلتوري محدوديتونو او له بل پلوه نا امنۍ د مېر منو د پرمختګ مخه ډب کړې وه.

 په سرپل ولايت کې هم دا ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه  چې د ځايي چارواکو په وينا، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي.

ددې ولايت د ښځو چارو رييسې نسيمې ارزو د پېښو د کموالي لامل ښځو ته په دې  برخه کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترسره کول په ګوته کړل.

هغې زياته کړه، چې په روان لمريز کال کې له دوى سره ١٨٧ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال يې ٢٥٤ قضيې ثبت کړې وې.

په کندهار کې د بشري حقوقو د کمېسيون په تالار کې د ښځو د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي د ښځو چارو رييسې روقيې اڅکزۍ، يو شمېر رييسانو، ښځينه مدني فعالانو او ګڼ شمېر نورو مېرمنو ګډون کړى وو.

ددې ولايت د ښځو چارو رييسي روقيې اڅکزۍ هم ټولو افغان مېرمنو ته د ښځو د نړيوالي ورځي مبارکي وويله او ويې ويل چي لا هم په هېواد کي ګڼ شمېر مېرمنې د کورني تاوتريخوالي، د طلاق، له کوره د تېښتې او نورو جنايي پېښو ښکار دي.

د هغې په خبره ، چې سږ کال د ښځو پر وړاندې يې د تاوتريخوالي ۱۸۱ پېښې ثبت کړي چې ۱۴۲ يې د کورني تاوتريخوالي، ۲۱ د طلاق، ۸ له کوره د تېښتې او ۳ پېښې د قتل دي.

په غزني او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم نن دا ورځ ونمانځل شوه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.