Language

ښځينه څارنواله : زورواکي د قانون پلي کولو پر وړاندې خنډ دي

مزارشريف ( پژواک، ١٧ کب ٩٣ ): بلخ کې د ښځو د تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې څارنواله وايي، چې زورواکي يې د قانون پلي کولو ته نه پرېږدي.

دغه څرګندونې په بلخ ولايت کې د ښځو د تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې څارنوالې مېرمن فوزيه حميدي د کب په ۱٧مه، په مزارشريف ښار کې د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځې د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

په مزارشريف ښار کې د کب۱۷مه، چې د مارچ له اتمې سره سمون لري، د ښځو د حقوقو د نړيوالې ورځې په توګه د يوې غونډې په ترسره کولو د بلخ ولايت د ښځو چارو رياست له خوا ونمانځل شوه.

په بلخ ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مبارزې څارنوالې مېرمن فوزيه حميدي وويل، چې په روان کال کې يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۸۱ جزايي پېښې ثبت کړې دي.

د هغې په وينا، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېری ثبت شوې پېښې د ناموسي وژنو، پر وړو ماشومانو جنسي تېري او د وړو نجونو د ودولو پېښې دي.

مېرمن حميدي وويل، چې له دوی سره ټولې ثبت شوې پېښې جزايي اړخ لري، چې عاملين يې د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.

خو نوموړې زياته کړه چې ځينې کړۍ يې د کار مخينوي کوي او ځينې زورواکي يې کار کولو ته نه پرېږدي.

مېرمن فوزيه حميدي د کومې کړۍ او يا هم کوم زورواکي نوم په ډاګه نه کړ؛ خو يې ويل: ((ځينې کړۍ شته، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په روانه مبارزه کې مو د قانون پلی کولو ته نه پرېږدي، په ځينو ولسواليو کې ځينې زورواکي شته، چې تر موږ پر ښځو د شوي تاوتريخوالي د پېښو د رسېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي.))

نوموړې د بېلګې په توګه وويل، چې څه موده وړاندې يې يو ملا د کم عمره نجلۍ د نکاح ويلو په جرم نيولی و، چې پر وړاندې ځينې خلک راپورته شول او د ملايانو د حقوقو د دفاع په نامه يې د دوی په چارو کې لاسوهنه کوله.

نوموړې همداراز زياته کړه: ((تاسو فکر وکړئ، په يو شپږ کلن ماشوم جنسي تېری کېږي، يوه نهه کلنه نجلۍ خرڅول او اخيستل کېږي؛ کله چې موږ دغه پېښې څېړو عاملين يې نيسو؛ نو د زورواکو له خوا ګواښل کېږو، چې بايد بېرته يې خوشې کړو او قانون پرې عملي نه کړو.))

د هغې په وينا، هره ورځ خپل کاري دفتر ته په وېره تګ راتګ کوي، لا يې هم له کوم لوري ملاتړ نه دی شوی. وېره ورسره ده، چې کومه ورځ ورته زيان ونه رسول شي.

نوموړې زياته کړه، چې له همدې امله د بلخ ولايت د ايستناف محکمې څارنوالي سره خپل شکايت ثبت کړی دی.

د بلخ ولايت د ښځو چارو رييسې مېرمن شهلا حديد پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۸۱ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

نوموړې زياته کړه، چې د ښځو پر وړاندې په تاوتريخوالي کې زياتوالى نه، بلکې کمښت راغلی؛ خو د رسنيو او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مبارزې روانې چارې د دې زمينه برابروي، چې د تېر په پرتله ډېرې پېښې ثبت شي.

د هغې په وينا، که چېرې هغه کسان، چې د ښځو پر وړاندې په روان تاوتريخوالي کې ښکېل وي د قانون منګلو ته وسپارل شي او حکومت سزا ورکړي، نو د تاوتريخوالي کچه به ورسره کمه شي.

Related Topics