Language

د سولې لپاره روژه نيوونکى پوليس سولې ته هيله من شوى

مزارشريف ( پژواک، ١٨ کب ٩٣ ) : له تېرو درې کلونو راهيسې په هېواد کې د سولې په موخه روژه لرونکی پوليس وايي، چې د سولې په موخه روانو هڅو ته هيله من دی.

په بلخ ولايت کې د عامه نظم پوليس ۳۵ کلن نظام الدين فروتن له تېرو درېيوکلونو راهيسې هره ورځ په هېواد کې د سولې او اداري فساد د له منځه تلو لپاره روژه نيسي.

نوموړى د بغلان ولايت اوسېدونکى دى او په مزارشريف كې د شمال زون د عامه نظم د شپږم نمبر لوا په تخنيكي امريت کې دنده لري.

نظام الدين فروتن هغه مهال، چې د روژې نيولو يې لس مياشتې کېدې، د ۱۳۹۱لمريز د ليندۍ په ۲۷مه، له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې ويلي و، چې په هېواد کې د سولې او د اداري فساد د ورکېدو په موخه يې روژه نيول پيل کړې دي.

خو نوموړي اوس درې کاله وروسته پژواک ته وويل، چې په تېرو درې کلونو کې نه يواځې چې په هېواد کې يې د سولې راتلو او د اداري فساد د ورکېدو ارمان نه دی پوره شوی، بلکې په اړه يې د دولت پايلې لرونکې چارې هم تر سترګو نه شوې.

فروتن، چې برګه دريشي يې پر ځان وه، پر شونډو يې د روژه لرونكي په څېر سپين پتري له ورايه برېښېدل، وويل،  هوډ يې کړی، چې تر هغه به روژه وي، تر کومې چې يې په هېواد کې سوله نه وي راغلې او جګړه پای ته نه وي رسېدلې.

نوموړي زياته کړه: (( زه پوهېږم، چې د يو کار د تر سره کېدو لپاره يواځې دعا نه ، بلکې عمل هم په کار وي؛ خو زه يواځې د دعا وس لرم، روژه مې د همدې لپاره نيولې، چې د سولې لپاره دعا وکړم، خپل مشران مې وګوري او هغوی ته ننګ ورشي او د سولې د راتګ او د اداري فساد د ورکېدو لپاره صادقانه عمل وکړي.))

د هغه په وينا، هېواد يې له يوې خوا د جنګ او له بلې خوا د اداري فساد له امله هره ورځ د تباهۍ كندې ته په غورځېدو دى؛ نو ده تر خپلې وسې خداى ته مخ ور ګرځولى، چې له هېواد سره يې مرسته وكړي.

فروتن به په خپلو خبرو كې پر خپل ښي مټ لګېدلي د هېواد پر بيرغ لاس كېښود، له قسم خوړولو وروسته يې وويل : (( كه چېرې مشران لكه څنګه چې خبرې كوي، همداسې عمل هم وكړي؛ نو ټولې ستونزې به هوارې شي.))

خو هغه په هېواد كې له تېرو څو مياشتو د سولې له روانې پروسې خوښ برېښېده؛ ځكه چې له يوې خوا د سولې خبرې كېږي او له بلې خوا چاودنې او مرګ ژوبلې کمې شوې دي.

فروتن د تېرو ټاکنيزو ناندريو پر مهال د ولسمشر محمد اشرف غني په اړه خپل ليدل شوي خوب ته په اشارې سره وويل: ((د ټاکنو پر مهال مې خوب ليدلی و، چې ډاکټر عبدالله راځي او اشرف غني ته پر غاړه د ګلونو امېل اچوي او د باچاهۍ مبارکي ورکوي. دې خوب هماغه وخت د سمو کارونو لپاره هيله من کړی وم.))

نوموړي زياته کړه، چې له تېرې يوې مياشتې رسنۍ اوري او هيله يې پيدا شوې، چې د سولې په اړه د اشرف غني روانې هڅې به نتيجه ورکړي.

د هغه په وينا، د جګړې او ناامنيو ترڅنګ په دولتي ادارو کې شته فساد هم افغانانو ته د زغملو وړ نه دی.

نظام الدين وويل، چې په خپله له اداري فساد سره نه دى مخ شوى؛ خو هره ورځ په رسنيو كې اوري، خلك ورته كيسې كوي، چې هېواد يې په پوره توګه په فساد كې ښكېل دى.

نوموړي له ولسمشره هيله وكړه، چې د سولې د پروسې لپاره روانې هڅې لا پسې ګړندۍ كړي او همداراز په فساد كې ښكېل چارواكي ونيسي او د افغانستان د قانون په رڼا كې پرې شريعت پلى كړي.

د هغه په وينا، وياړي چې په هېواد کې د سولې راتلو په موخه يې  په خپله خوښه دغه ديني کار پيل کړی  او د هيلو د نه پوره کېدو په حال کې به يې د ژوند تر وروستي بريده روان ساتي.

فروتن وويل، چې دى څلور زامن (۱۰كلن، ۱۲ كلن او ۱۴كلن) او يوه شپږ كلنه لور لري او اوسمهال په پلخمري كې د ده له مېرمنې سره ژوند كوي.

كه څه هم د روژې نيولو په لومړيو پړاوونو كې نظام الدين له يو څه ستونزو سره مخ شوى؛ خو بيا يې هم له خپل هوډه مخ نه دى اړولى.

نوموړي وويل، چى په پيل كې ورته يو څه سخته تمامېده؛ خو ورو ورو ورسره عادت شو، تر دې چې اوس يې ورته ګټه هم رسولې ده.

د هغه په وينا، ده د معدې ناورغي درلوده، چې د روژې له نيولو سره سم يې دغه ناروغي په بشپړ ډول ورکه شوې ده.

فروتن په ډېرې هيله مندۍ وويل، چې كه په هېواد كې سوله راشي او فساد هم له منځه تللى وي، نو تصميم لري، چې مكې معظمې ته لاړ شي او هلته خپله روژه ماته كړي؛ كنه ټول عمر به روژه وي.

د عامه نظم د شپږم نمبر لوا ارشد ضابط او د همدې لوا د جومات امام، عبدالمتين واحدي پژواك اژانس ته وويل، چې فروتن سربېره پر دې چې په هېواد كې د سولې راوستو او د فساد د وركېدو په هيله يې له تېرو لسو مياشتو روژه نيولې، پرهيزګار مسلمان هم دى.

نوموړي زياته كړه، چې ډېرى وخت يې پنځه وخته لمونځ په جماعت وي او له ټولو سرتېرو سره ښه رويه كوي.

د هغه په وينا، كله چې دى خبر شو، چې فروتن په پر له پسې توګه د سولې راوستو او د فساد د وركېدو لپاره روژه نيسي؛ نو په زړه كې يې ورته قدر لا پسې زيات شو.

Related Topics