مزار شریف (پژواک ١٩ کب ۹۳): په بلخ ولايت کې د اختطاف او انسان د قاچاق پر وړاندې د مبارزې ولايتي کمېسيون جوړ او په کار يې پيل وکړ.
په دې اړه نن د دې ولايت په مرکز کې د عدلي او امنيتي ادارو د ځينو چارواکو په ګډون يوه غونډه وشوه.
په عدليې وزارت کې د اختطاف د ځانګړې کمېسيون غړي عبدالحميد کيهان، چې په دې غونډه کې يې برخه لرله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کمېسيون په هېواد کې د اختطاف او د انسان د قاچاق د پېښو د مخنيوي په موخه جوړ شوی دی.
هغه زياته کړه چې د اختطاف او انسان د قاچاق د مخنيوي عالي کمېسيون د جوړېدو يادونه د اختطاف او د انسان د قاچاق په قانون کې، چې په ۱۳۸۷ کې توشيح شوى، شوې وه خو د ځينو ستونزو له امله په ۱۳۹۰ کال کې په کابل کې جوړ او په کار يې پيل وکړ.
د هغه په وينا، دغه کمېسيون دنده لري، چې د اختطاف او د انسان د قاچاق په روانه مبارزه کې لومړی د خلکو د پوهاوي په اړه کار وکړي،د اختطاف او د انسان د قاچاق پېښې معلومې، شنډې او تر سره کوونکی يې قانون ته وسپاري.
د کيهان په وينا، هغه کسان چې د اختطاف او د انسان د قاچاق د پېښو قرباني وي، بايد ملاتړ يې وشي.
هغه وايي چې په ولايتونو کې د ياد کمېسيون جوړېدل به د مرکز له عالي کمېسيون سره په همغږۍ چارې تر سره کوي او ښې پايلې به ولري.
د بلخ ولايت سرپرست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق قادري په دغه ولايت کې د اختطاف او د انسان د قاچاق د مبارزې کمېسيون جوړېدل ښه ګام وباله.
هغه وويل چې تر دې دمه د بلخ د امنيتي ارګانونو له امله د ورته پېښو په ښه توګه مخنيوی شوی او په روان کال کې ښې لاسته راوړنې لري.
قادري وويل چې په بلخ کې د روان کال په اوږدو کې د اختطاف ۵ پېښې او د انسان تښتونې ۳۵ پېښې رامنځته شوې دي.
ده زياته کړه چې د انسان د قاچاق ډېری پېښې په بلخ ولايت کې نه دي شوي،خو قاچاق وړونکو غوښتل چې د دې ولايت له لارې يې ولېږدوي.
د هغه په وينا، ځينې ځوانان او نوي زلميان ايران ته کار موندنې په پلمه قاچاق کېږي چې دوی يې تر دې دمه مخه نيولې ده.
قادري وويل، چې د روان کال په اوږدو کې د انسان د قاچاق په ۳۵ پېښو کې د قاچاق د وړلو په تړاو ٧٤ تنه نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
هغه وويل چې د اختطاف د پنځه واړو پېښو تر سره کوونکي هم نيول شوي او عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.