Language

د بلخ دوه ولسوالۍ د امو سيند د اوبو له ګواښ سره مخ دي

مزارشريف ( پژواک، ١٩ کب ٩٣ ) : د  بلخ ولايت چارواکي وايي، چې د اموسيند هغه نقطې بايد په بېړنۍ توګه تحکيم بندي کړای شي، له کومو چې د دغه ولايت شورتېپه او کلدار ولسوالۍ تر ګواښ لاندې دي.

امو سيند له تېرو څو کلونو راهيسې د بلخ ولايت شورتيپه او کلدار ولسوالۍ او د حيرتان بندر ښارګوټي ګواښي، چې هر کال په دغو سيمو کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه له منځه او لسګونه کورنۍ ويجاړېږي.

د بلخ ولايت د اوبو لګونې رييس انجنير عصمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امو سيند هر کال په منځنۍ کچه تر ۱۰۰مترو پورې په شورتېپه او کلدار ولسواليو کې مخ ته راځي.

نوموړي زياته کړه، چې د امو سيند په حيرتان بندر، شورتېپه او کلدار ولسواليو کې په ۲۱ نقطو کې ځمکې تخريبوي.

د هغه په وينا، د ۹۲ کال په اوږدو کې د حيرتان بندر د امو سيند له ګواښ سره مخ شو، چې نږدې ۳ کيلومتره ځمکه يې اوبو لاندې کړه.

انجنير عصمت الله وويل، چې د همدې کال په وروستيو کې د امو سيند د تحکيم بندۍ د بېړنيو چارو په ترڅ کې د حيرتان بندر د پول ختيځ لور ته درې پروژې تر سره شوې، چې له امله يې دغه ښار تر دې دمه د امو سيند له ګواښ څخه ژغورل شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو پروژو په لړ کې د تيږو شپږ ډکې واچول شوې، چې له امله يې د امو د اوبو مخه له حيرتان بندر څخه واوښته او څه باندې ۳ کيلومتره ځمکه يې بېرته پرېښوده.

د هغه په وينا، دولت ته په کار دي، چې د شورتېپې او کلدار ولسواليو په هغه نقطو کې چې کرنيزې ځمکې او د خلکو د استوګنې سيمې يې تر ګواښ لاندې دي، د تحکيم بندۍ لپاره يې همدا ډول بېړنۍ چارې تر سره کړي.

د شورتيپې ولسوالۍ اجراييه امر قربان خان پژواک ته وويل، چې دغه ولسوالۍ ټوله د امو سيند په ساحل کې پرته ده، چې هر کال يې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه کورونه له منځه وړي.

نوموړي زياته کړه، چې په ياده ولسوالۍ کې هزاره توقي، حريق باتور، پس راق، اسلام اوليا او ځينې نور کلي تر ډېره د امو سيند له ګواښ سره مخ دي.

د هغه په وينا، امو په روان کال  کې په يادو کليو کې نږدې ۵۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه له منځه وړې او ۱۴۵ کورونه يې ويجاړ کړي دي.

قربان خان وويل، چې د شورتېپې او حيرتان بندر لاره، چې له همدې لارې ياده ولسوالۍ له مزارشريف ښار سره نښلي، په پوره توګه د امو سيند په ساحل کې پرته ده.

نوموړي زياته کړه، چې د يادې لارې او امو سيند تر منځ يو متر فاصله هم نه ده پاتې.

د هغه په وينا، په روان کال کې دوه درې ځله ياده لاره په سالنګ چاغه سيمه کې په پوره توګه ويجاړه شوه؛ خو د اوبو لوري ته د يو څه بدلون ورکولو له امله دم ګړۍ پرې تګ راتګ کېږي.

د کلدار ولسوالۍ اجراييه امر عبدالحبيب کريمي پژواک ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو تر ټولو ستره ستونزه د امو سيند دی.

نوموړي زياته کړه، چې په روان کال کې د ياد سيند اوبو له امله ۳۰جريبه کرنيزه ځمکه له منځه تللې او لسګونه کورونه  ويجاړ شوي دي.

د هغه په وينا، په قزلاق او تازه اريق کليو کې، چې تر لوړې کچې د امو سيند تر ګواښ لاندې دي، په روان کال کې په کې د کورونو او کرنيزو ځمکو تر څنګ د درېيو ښوونځيو ودانۍ هم ويجاړې شوې دي.

کريمي وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې د امو سيند د مزارشريف او کلدار ولسوالۍ د لارې لس مترۍ ته رسېدلی ، چې ممکن په راتلوونکي کال کې دغه لاره هم زيانمنه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې که دولت په بشپړه توګه د امو سيند د تحکيم بندۍ چارې نه تر سره کوي؛ نو لږ تر لږه دې د خلکو ملکيتونه د سيند له څپو وژغوري.

د بلخ  ولايت مقام وياند منير فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې څو ځله مرکز ته د امو سيند د تخريباتو بشپړ راپورونه ورکړي او ورسره د تحکيم بندۍ غوښتنه هم شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د منلو وړ ده، چې د امو سيند د تحکيم بندۍ چارې زيات لګښت ته اړتيا لري؛ خو د ځينو بېړنيو چارو د تر سره کېدو له لارې هم تر يو ځايه د امو سيند اوبه مهار کېدای شي.

 

Related Topics