مزارشریف( پژواک١٩ کب۹۳):د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور وايي چې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وروستى خپور شوی راپور د نشه يي توکو د مافيا په فرمايش ليکل شوی دی.
د بلخ سرپرست والي او د جميعت اسلامي ګوند اجراييه ريس عطامحمد نور دغه دغه څرګندونې د کب په ۱۹مه، په مزارشريف ښار کې د مارشال محمد قسيم فهيم په تلين غونډه کې وکړې.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په خپل يو راپور کې چې د کب په ۱۴مه، خپور شوى، د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور، د اروزګان د شخصي وسله والو قوماندان عبدالحکيم شجاعي، په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عزيز الله، د تخار د ملي امنيت پخوانى رييس جنرال نجيب الله، د تخار پخوانی امنيه قوماندان خير محمد تيمور، په کندوز کې د جمعيت پخوانى قوماندان مير علم، د ملي امنيت پخوانى رييس اسدالله خالد او د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له بشري حقونو پر سرغړونې تورن کړي دي.
دغه سازمان د افغانستان له حکومته غوښتي چې دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
عطامحمد نور وويل څومره چې احمدشاه مسعود، جنرال محمد قسيم فهيم، عبدالعلي مزاري او د جهاد او مقاومت نورو مشرانو په خپل وطن او په نړيواله کچه محبوبيت درلود؛ دښمنان هم لري.
ده په دې وروستيو کې د بشر د حقونو له خوا خپور شوی راپور د ورته مخالفتونو او دښمنۍ يوه کړۍ وګڼله.
هغه د بشري حقونو د څار نړيوال راپور بې بنسټه وباله او زياته يې کړه چې دغه راپور د نشه يي توکيو د مافيا د هغې کړۍ په فرمايش ليکل شوی، چې ګټې يې په بلخ او شمال کې له زيان سره مخ شوې دي.
د ده په وينا، هغه کسان پېژني چا چې ياد راپور جوړ کړى دى. دى وايي دغه کسان د ارګ شاوخوا يا ارګ ته نږدې اوسېږي.
عطامحمد نور د بشر حقونو د څار له نړيوال سازمان څخه غوښتنه وکړه چې د ورته راپورونو د خپرولو له لارې دې، بې عدالتي او ظلم نه کوي او د پيسو په بدل کې د دغه سازمان نوم نه بدناموي.
دى وايي هڅه کوي چې د ياد راپور په اړه د ملګرو ملتونو له لارې دعوا اقامه کړي.
د بلخ سرپرست والي د سولې روانې پروسې ته هيله مندي وښوده خو په مشروط ډول يې ورځنې ملاتړ وکړ.
هغه وويل : ((سوله بايد د تېرو ديارلس کلونو د لاسته راوړنو په قيمت نه وي، سوله بايد په دې نامه نه وي چې د طالبانو سپين بيرغ ټيټ شي او د داعش تور بيرع پورته کړای شي.))
د هغه په وينا که چېرې سوله په پورته قيمتونو راشي نو د دغه بار پورته کول به افغانانو ته خورا ستونزمن تمام شی.