ميدانښار ( پژواک، ٢٠ کب ٩٣ ) : وسله والو مخالفينو په ميدان وردګو ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو ديوه قوماندان کور سوځولى دى.
ددغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د چک ولسوالۍ د دوران خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو په ياده سيمه کې په چک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان الماس کور سوځولى دى.
دى وايي چې په دې پېښه کې د قوماندان کور او حجره له ټولو سامانونو سره سوځېدلې ، خو خوږياڼي وويل چې د قوماندان کورنۍ په کې نه اوسېده.
ددغه ولايت يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې دقوماندان الماس کورنۍ په کابل کې اوسېـږي .
د يادونې ده چې تر دې مخکې وسله والو مخالفينو د سيد اباد د ولسوالۍ کور هم سوځولى و.