ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال عبدالرازق: د څارسازمان راپور له طالبانو سره په تفاهم خپور شوى

جنرال عبدالرازق: د څارسازمان راپور له طالبانو سره په تفاهم خپور شوى

author avatar
12 Mar 2015 - 17:09
جنرال عبدالرازق: د څارسازمان راپور له طالبانو سره په تفاهم خپور شوى
author avatar
12 Mar 2015 - 17:09

کندهار (پژواک، ٢١ کب ٩٣): د کندهار امنيه قوماندان وايي چې د بشري حقونو د څار سازمان له طالبانو سره په تفاهم دى پر بشري سرغړونو تورن کړى دى.

د يادونې ده چې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان تېره اوونۍ په خپل يوه راپور کې د بلخ د سرپرست والي عطاء محمد نور او د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق په ګډون اته لوړ پوړي دولتي اوسني او پخواني چارواکي له بشري حقونو پر سرغړونې تورن کړي وو.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د کب په ٢١مه د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په يوه غونډه کې د بشري حقونو د څار د نړيوالې ادارې د وروستي راپور په اړه غبرګون وښود او هغه يې د ځان پر وړاندې يوه دسيسه وګڼله.

لوى پاسوال عبدالرازق وويل د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار ادارې په څېر يو شمېر سازمانونه د بې پلوۍ ادعا کوي، خو هغوى اصلاً بې پلوه نه دي.

هغه زياته کړه، د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې له طالبانو سره په تفاهم دى او يو شمېر نور مسوولين په بشري سرغړونو تورن کړي، په داسې حال کې چې ده هېڅ د بشر ضد کړنه نه ده کړې.

ده وويل، په روان ١٣٩٣ لمريز کال کې چې لس ورځې يې پوره کېدو ته پاتې دي، په کندهار کې ٤٤٤ تنه پوليس او ١٠٠ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ٦٧٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

نوموړى دغه راز وايي چې په همدې موده کې له ١١٠٠ څخه ډېر وسله وال مخالفين وژل شوي، ٣٥٠ ټپيان شوي او ٥٥٠ نور ژوندي نيول شوي دي.

هغه په روان کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ارقام هم وړاندې کړل او ويې ويل چې د جګړو او د ماين د چاودنو له امله تر دې مهاله ٢١٨ ملکي وګړي وژل شوي او ٤١٢ تنه نور ټپيان شوي، په داسې حال کې چې په تېر کې دا شمېره په يوه کال کې له ٣ تر ٤ زرو رسېده.

نوموړي دغو شمېرو ته په اشاره يادونه وکړه چې امنيتي ځواکونو د خپلو قربانيو په پايله کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه راټيټه کړې او هغوى ته يې د نسبتاً ارام ژوند زمينه برابره کړې ده.

جنرال رازق زياته کړه: ((زموږ سرتېري هره ورځ د خپل سر په بيه د ملکي وګړو ژوند خوندي کوي، نه يوازې سرتېري وژل کېږي، بلکې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي، هلته ولې د بشري حقونو د څار اداره خاموشه وي؟))

امنيه قوماندان وويل، دا سمه ده چې د جګړې پر مهال به له سرتېرو په داسې حال کې ځينې تېروتنې شوې وي، کوم وسله وال مخالف به يې د نيول کېدو پر مهال په څپېړه يا کونداغ وهلى وي، خو نړيوال سازمانونه کولاى شي په کندهار محبس کې څېړنه وکړي، چې ايا تر ننه له کوم بندي سره تشدد شوى دى.

نوموړي د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو د څار له ادارې او ورته نورو سازمانونو وغوښتل چې خپله بې پلوي وساتي او د خپلو پټو ګټو او د نورو د خوشحالولو لپاره دې دغه راز څرګندونې نه کوي.

هغه وويل: ((د بشر حقونو مدافعان هغه مهال چېرې دي چې زموږ امنيتي سرتېري او ملکي وګړي په وينو رنګ پراته وي او د درملنې لپاره يې هيڅ اسانتيا نه وي، خو د وسله والو مخالفينو د درملنې لپاره د پاکستان د کوېټې او کراچۍ يو شمېر روغتونونو ته هره مياشت يو- يو ميليونه ډالر ورکوي؟))

دى وايي، په دې خبر دى چې د بشري حقونو سازمان دى او يو شمېر نور مسوولين ولې له بشري حقونو پر سرغړونه تورن کړل؟

هغه په دې اړه وويل: ((درې مياشتې وړاندې په دوبۍ کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د روغتيا وزير ملا عباس، د هغوى د بهرنيو چارو وزير ملا جليل او د هغه مهال د هرات امنيه قوماندان ملا عبدالحق د ملګرو ملتونو له ځينو مسوولينو سره کتلي او هغوى ته يې ويلي چې که هغوى سوله کوي نو له جنرال رازق او يو شمېر نورو چارواکو سره به څنګه ګوزاره کوي؟))

 

د ده په باور، د بشري حقونو د څار سازمان په همدغه بنسټ د طالبانو د خوښۍ لپاره پر ده تورونه ولګول، په داسې حال کې چې په دې اړه هېڅ راز ثبوت نه لري.

خو ده خبر ورکړ چې که وسله وال په رښتيا هم سوله کوي او ستونزه له ده سره وي، نو دى محاکمې ته حاضر دى، که دغه محاکمه په ملګرو ملتونو کې وي او که د کوېټې په پښتون اباد کې ، چېرې چې طالبانو خپله شورا جوړه کړې ده.

نوموړي يو ځل بيا له خلکو سره ژمنه وکړه چې د خپل ژوند په بيه به د هغوى امنيت ساتي او د کندهار تر څنګ به يې هڅه دا وي چې هلمند او زابل هم ارام کړي.

هغه وويل، په دې لاره کې د هيچا د څرګندونو تر اغېز لاندې نه راځي، ځکه د خپلو خلکو د امنيت خونديتوب پرې واجب دى او په دې لاره کې به چا ته سر نه ټيټوي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.