Language

کاپيسا او پروان کې ٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

محمودراقي- چاريکار (پژواک، ٢١ کب ٩٣): د کاپيسا او پروان ولايتونو په امنيتي پېښو کې ٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي چې د نجراب  ولسوالۍ په چهارکلا سيمه کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او په تګاب ولسوالۍ کې هم د يوې نښتې په ترڅ  کې يو ملکي وګړى وژل شوى او څو نور کسان ټپيان شوي دي.

د کاپيسا امنيه قوماندان خواجه فقيراحمد صديقي د کب په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته د نجراب ولسوالۍ په چهارکلا سيمه کې وسله والو پر پوليسو بريد کړى و، چې په پايله کې يې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى دى.

هغه زياته کړه چې دوى په ياده سيمه کې امنيتي پوستې ځاى پر ځاى کړې چې له امله يې د سيمې امنيت اوس ښه شوى دى.

د نوموړي په وينا، په اله ساى ولسوالۍ کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې يو سيمه ييز پوليس  او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.

خو د خيرمحمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې په دې نښته کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

بلخوا د کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق وايي چې د اول کوهستان په همزرګر سيمه کې  يو ځوان په چره يي ټوک ځان وژلى دى.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک اژانس ته وويل چې په دې نښته کې دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، د پوليسو په ځوابي بريد کې وسله وال له سيمې تښتېدلي دي.

وسله والو طالبانو بيا په دغه بريد کې  ګڼ شمېر پوليسو ته د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

Related Topics