کلات (پژواک ٢٢کب ٩٣) : د زابل ولایت سلګونو اوسیدونکو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال د بشري حقونو د نړیوال سازمان وروستی خپور شوى راپور رد کړ.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په خپل يو راپور کې چې د کب په ۱۴مه، خپور شوى، د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور، د اروزګان د شخصي وسله والو قوماندان عبدالحکيم شجاعي، په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عزيز الله، د تخار د ملي امنيت پخوانى رييس جنرال نجيب الله، د تخار پخوانی امنيه قوماندان خير محمد تيمور، په کندوز کې د جمعيت پخوانى قوماندان مير علم، د ملي امنيت پخوانى رييس اسدالله خالد او د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له بشري حقونو پر سرغړونې تورن کړي دي.
نن د کب په ( ٢٢مه )د کلات ښار په مرکزي جامع جومات کې ددغه راپور د غندنې په موخه يوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې قومي مخورو، ځوانانو او عامو اوسیدونکو برخه درلوده او خپور شوی راپور یې یو طرفه وباله.
د غازي محمد زړګي په نوم یوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وویل چې جنرال عبدالرازق او اسدالله خالد د هیواد د امنیت په راوستلو کې مهم رول لري او باید چې د خدمتونو قدر یې وشي.
یو بل ګډونوال عبدالباقي وویل چې دوى د خپلو امنیتي مقاماتو ملاتړ کوي او هر څوک چې دغه کسان تخریبوي نو دوى يې پر وړاندې دریږي او غندنه یې کوي .
دوى وویل چې د بشر د حقونو سازمان راپور د حقایقو پر ځای د یو شمیر کړیو له خوا په فرمایشي ډول خپور شوى او له حقیقته لرې دى.
اعتراض کوونکي له غونډې وروسته کلات ښار ته راووتل او د اسدالله خالد او جنرال عبدالرازق په ملاتړ یې شعارونه ورکول او له حکومته یې غوښتنه کوله چې باید د مشرانو د تخریب مخه ونیسي .
په ياد راپور کې د تورنو شويو کسانو له ډلې ځينو له پژواک اژانس سره په مرکو کې پر دوى لګيدلي تورنه رد کړي او دغه راپور يې يو پلان شوى او د ځينو کړيو کار بللى و .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP