کابل (پژواک ۲٢ کب ٩٣): د حکومت اجراييه رييس وايي چې د ټاکنيزو بنسټونو له اصلاح پرته چې د حکومت د تشکيل د موافقې يو شرط و، خلک په بل هيڅ شي نه قانع کيږي.
عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د کب په ٢٢مه د حزب وحدت ګوند د مشر عبدالعلي مزاري د وژنې د شلم تلين په نمانځغونډه کې وکړې
هغه وويل چې د افغانستان خلک له اوسنيو شرايطو څخه د وتلو ښه فرصتونه لري .
له ډير ټاکنيزو ناندريو وروسته د روان کال د غبرګولي په ٢٤مه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د يوه تړون له لاسليک وروسته د وحدت ملي حکومت رامنځته شو ، چې د ټاکنيزو بنسټونو اصلاح يې يو له مهمو شرطونو څخه و .
په يادو مراسمو کې د اجراييه رييس دويم مرستيال محمد محقق په ټينګار سره وويل چې بايد ټاکنيز نظام اصلاح شي .
ده زياته کړه (( عبدالله هم ويلي چې له دې موضوع نه تېريږي او ولسمشر هم چمتو دى چې د ټاکنيزو بنسټونو د اصلاح په اړه فرمان صادر کړي ، چې په راتلونکې کې رڼې ټاکنې ولرو .))
ده وويل ، ټاکنيز نظام بايد داسې اصلاح شي چې د افغانستان سياسيون پرې باور ولري او هغه پايله چې د ټاکنو کمېسيون اعلانوي ، نورې پرې اعتماد وکړي .