مزارشريف (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): د بلخ د والي عطاء محمد نور په ملاتړ او د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان پر ضد د يو ميليون لاسليکونو د راټولولو لړۍ پيل شوې ده.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په خپل وروستي راپور کې د بلخ د والي عطاء محمد نور په ګډون د افغانستان اوسني او يو شمېر پخواني لوړ پوړي ملکي او پوځي چارواکي له بشري حقونو پر سرغړونو تورن کړي دي.
د دغه راپور تر خپرېدو وروسته د بلخ والي اعلان وکړ چې په ملګرو ملتونو کې به د ياد سازمان پر ضد اقامه دعوا کوي.
د بلخ د سولې د کمېټې او د دغه ولايت يو شمېر مدني ټولنو د بلخ د والي عطاء محمد نور په ملاتړ او د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان پر ضد د يو ميليون لاسليکونو د راټولولو لړۍ پيل کړې ده.
د سولې د کمېټې منشي زلمي يونسي د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى دغه کمپاين د ولايت په مرکز مزارشريف ښار او ټولو ولسواليو کې پيل کړى دى.
هغه زياته کړه، هغه کسان چې د سرپرست والي په اړه مثبت نظري، نو پخپله خوښه، خپل نوم، ټيليفون شمېره ليکي ، بيا لاسليک کوي يا هم ګوته لګوي.
د يونسي په وينا، دغه کار له دې لپاره کوي، چې د سرپرست والي مدافع وکيل کله چې اقامه دعوا کوي، نو د ثبوت او د خلکو ملاتړ به له ځانه سره لري.؟
دى وايي چې د بلخ ولايت ټول نفوس دوه ميليونه دى خو دوى اټکل کوي چې له ٥٠٠ زرو څخه تر يو ميليونه لاسليکونه به راټول کړي.
د مزارشريف ښار يوه اوسېدونکي محمد عارف چې د سرپرست په ملاتړ يې لاسليک کړى، پژواک اژانس ته وويل چې عطا محمد نور د جهاد، مقاومت او په تېرو ١٣ کلونو کې يې د دغه ولايت د خلکو ډېر خدمتونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان راپور د نور پر ضد يوه دسيسه ده او په دې کار سره غواړي چې د افغانانو په منځ کې نفاق رامنځته کړي.
د مزارشريف ښار يو بل اوسېدونکى نورالدين بيا وايي چې د والي پر شخصيت نيوکه نه لري ځکه چې د بيارغونې او امنيت په برخه کې يې ډېر کارونه کړي دي.
خو دى وايي چې والي بايد د دغو کارونو پر ځاى په عمل کې ثابته کړې چې دى د بشري حقوقو ناقض نه دى.
د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې والي به ميدان نه پرېږدي او په ياده قضيه کې به هم مبارزه کوي او هم به د خلکو خدمت ته ادامه ورکوي.
دى وايي چې پرون يواځې په روضه کې ٥٠ زره لاسليکونه يې راټول کړي دي او هيله يې څرګنده کړه، چې په دريو ورځو کې به دټول ولايت په کچه يو ميليون لاسليکونه راټول شي.