Language

د غزني د قره باغ پخوانى ولسوال ووژل شو

غزني (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): د غزني چارواکي وايي چې طالبانو د قره باغ ولسوالۍ پخوانى ولسوال او قومي مشر محمد حسن فيضي پر ډزو وژلى دى.

د  غزني ولايت وياند شفيق الله ننګ پژواک ته وويل چې فيضي نن د قره باغ ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال ووژل شو چې کله له خپل موټره ښکته شو.

ننګ زياتوي چې د نوموړي په وژنه کې له بې غږه تومانچې کار اخيستل شوى دى.

د عبدالله په نوم د قره باغ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې دوو موټرسايکل سپرو پر محمد حسن فيضي ډزې وکړې او وروسته له سيمې وتښتېدل.

د عبدالله په خبره، کله چې پوليس سيمې ته ورسېدل، فيضي ساه ورکړې وه.

د يادولو ده چې محمد حسن فيضي دوه کاله مخکې په قره باغ کې د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې وه. نوموړى قومي مشر و ا و د روان کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې هم کانديد و.

Related Topics