Language

د غزني په اندړو کې د پنځو طالبانو په ګډون ١٢ تنه وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ۲۳ کب ۹۳): د غزني چارواکي وايي چې طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې په يوه بريد کې درې پاڅونوال، دوه پوليس او دوه ملکي وګړي وژلي دي.

د غزني د والي وياند شفيق الله ننګ وايي چې طالبانو نن سهار شاوخوا ٦ بجې د اندړو ولسوالۍ په ګنډير سيمه کې د پاڅونوالو پر امنيتي پوستو بريد وکړ.

د ننګ د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د قوماندان ولي محمد په ګډون درې پاڅونوال، دوه پوليس او دوه ملکي وګړي  وژل شوي دي.

د والي وياند وايي چې وژل شوي ملکي وګړي پلار او د هغه اووه کلن زوى دى چې طالبان يې کور ته ور اوښتي او وژلي يې دي.قتل يک کودک توسط  طالبان غزنى

هغه وويل چې په جګړه کې پنځه طالبان هم وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

قوماندان ولي محمد درې کاله وړاندې په لومړي ځل له خپلو وروڼو سره د طالبانو پر وړاندې وسله واخيسته او وروسته دغه کمپاين پراخ شو.

د سيمې يو اوسېدونکى لعل محمد وايي چې جګړه نن سهار وختي د طالبانو او پاڅونوالو تر منځ پيل شوه.

لعل محمد وايي چې لسګونه طالبانو په دغه بريد کې برخه اخيستې وه او تر بريد وروسته يې سيمه پرېښوده.

هغه وويل چې تر جګړې وروسته سيمې ته امنيتي ځواکونه ورسېدل خو “زه نور نه يم خبر، مړي او ټپيان وو خو معلومه نه ده چې څو تنه به وو.”

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې د قوماندان ولي محمد په ګډون ۷ پاڅون کوونکي وژلي شوي دي.

مجاهد وايي چې په بريد کې د دوى دوه ملګري ټپيان شوي دي.

Related Topics