کندوز (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): د کندوز د سپين زر تصدۍ مشر وايي چې زورواکو په شمال ختيځ کې د دې تصدۍ څه باندې دوه زره جريبه ځمکه غصب کړې او کورونه يې په کې جوړ کړي دي.
د سپين زر تصدۍ د مشر محمدالله وردګ په خبره، دغه تصدي په کندوز، بغلان، تخار او بدخشان کې څه باندې ٧٥٠٠ جريبه ځمکه لري چې له دې ډلې دوه زره جريبه غصب شوې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو ځمکو ډېره برخه پخوا دولت پېرلې ده او کروندګرو ته يې د د پنبې د کښت لپاره وېشلې وه.
وردګ زياته کړه چې دغه ځمکې د افرادو او اشخاصو له خوا نيول شوې او يو شمېر زورواکي حاضر نه دي چې بېرته يې د دولت ملکيت ته وسپاري.
د سپين زر تصدۍ مشر د زورواکو هويت په ډاګه نه کړ او ويې ويل چې يواځې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې په دې تصدۍ پورې اړوند ځمکو کې ٣٨٠ کورونه پر خپل سر جوړ شوي چې هر يو يې له نيم څخه تر يو جريب پورې ځمکه نيسي.
هغه زياته کړه چې غصب شوې ځمکې د بدخشان په بهارک، د تخار په ينګي کلا، دشت کلا او خواجه او د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې موقعيت لري.
وردګ وويل:((دې کسانو ته ويل شوي چې ځمکې دې دولت ته بېرته نه ورکوي، ځکه چې دولت يې يا يوه ورځ دوى ته بښي او يا هم دولت سقوط کوي چې هغه مهال به دا ملکيت په دوى پورې اړه ولري.))
نوموړي زياته کړه چې په بيا بيا د سپين زر تصدۍ له خوا کمېټې جوړې شوې او غاصبينو ته ويل شوي چې بايد دغه ملکيتونه بېرته دولت ته وسپاري، خو هغوى تر اوسه دغه کار ته نه دي حاضر شوي.
د امام صاحب ولسوالۍ د قطر بلاق سيمې يوه اوسېدونکي رسول بېک وويل چې په دې سيمه کې د ده په ګډون سلګونه کورنۍ د سپين زر تصدي په ملکيت کې ژوند کوي او که چېرته دولت قراردادونه له دوى سره لاسليک کړي او د دوى کورونه د دولت ملکيت کې راشي، نو دوى دغه کار ته حاضر دي.
هغه وويل چې د ده په څېر يو شمېر نورو کورنيو هم دلته د سرپناه د نشتوالي له امله کورونه جوړ کړي، خو ټول په دې اړه يوه خوله دي چې په قانوني بڼه يې ورغوي.
د سپين زر تصدي رييس هم وويل: ((دولت پلان لري چې له غصب څخه د راګرځول شوو ځمکو قراردادونه له خلکو سره لاسليک کړي او ترې ټول شوي عوايد د دولت حساب ته ولېږدوي.))
هغه څرګنده کړه چې سږ کال يې د هڅو په پايله کې شاوخوا ٣٠٠ جريبه ځمکه په دغو څلورو ولايتونو کې له زورواکو بېرته را ګرځولي او له امنيتي ځواکونو غوښتنه کوي چې د پاتې نورو ځمکو په را ګرځولو کې هم ورسره مرسته وکړي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني هم وويل که څه هم تر اوسه يې په دې اړه د سپين زر تصدۍ له خوا کوم رسمي غوښتنليک نه دى ترلاسه کړى، خو دوى د زورواکو له خوا د دولتي ځمکو او ملکيتونو د غصب په اړه د ولسمشر د فرمان له مخې اقدام کوي.
هغه زياته کړه: ((هېڅ زورواکي ته اجازه نه ورکوي چې دولتي ځمکې او ملکيتونه غصب کړي او هغه کسان چې دغه کار کوي، قانوني چلند به ورسره وکړو.))
دا په داسې حال کې ده چې د کندوز د سپين زر تصدي فابريکې پخوا د پام وړ توليدات درلودل او بهر ته هم صادرېدل، خو اوسمهال غير فعاله ده او کارګران يې له وزګارتيا ځورېږي.
دغه فابريکه د سردار داوود خان د حکومت پر مهال په ١٣٥٠ لمريز کال کې جوړه شوه او توليدات يې له غوړو، کونجاړې، چګت، پوستک، صابون، چيني لوښي او نټ و بولټ څخه عبارت وو.
د سپين زر فابريکه تر ١٣٧٠ کال پورې توليد درلود، خو وروسته د کورنيو جګړو په سبب له فعاليته ولوېده او په ١٤٨٦ کال کې يې د نکپود په نامه له فرانسوي شرکت سره پنځه کلن قرارداد وکړ.
د دې فابريکې توليداتو چې د پنبې له پروسس او له دانو يې د غوړو ايستلو څخه عبارت وو، تر ١٣٩١ کال پورې دوام درلود، خو اوسمهال يې دغه برخه هم غير فعاله ده.
دې فابريکې د کاپيسا د ګلبهار له نساجۍ فابريکې سره هم د ټوکر په توليد کې قرارداد درلود او هغه مهال يې شاوخوا څلور زره پرسونل او کارګر لرل.
خو د سپين زر تصدي اوسمهال ٢٦٠ پرسونل او کارګر لري چې ډېره برخه يې د تصدۍ د ملکيتونو په ساتنه او د کرايو په را ټولولو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP