مزارشريف، ميدانښار (پژواک، ٢٤ کب ٩٣): په بلخ او ميدان وردګو ولايتونو کې د بېلا بېلو امنيتي پېښو په ترڅ کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ امنيتي مسوولين وايي، له وسله والو مخالفينو سره د يوې نښتې په ترڅ کې ۶ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې پوليس ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري د کب په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د چهاربولک ولسوالۍ په شش پيکال سيمه کې نښته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې چې پوليسو ګزمه کوله، د وسله والو مخالفينو له لوري پرې بريد شوى دى.
د هغه په وينا، په نښته کې د دوو مخالفو وسله والو جسدونه پر ځای پاتې او ۴ تنه يې ټپيان شوي دي.
سمونوال قادري زياتوي، چې په ياده نښته کې درې پوليس هم ټپيان شوي، چې د يوه روغتيايي حالت يو څه د اندېښنې وړ دی.
خو د سيمې اوسېدونکي وايي، په ياده پېښه کې د ټپيانو ترڅنګ دوه پوليس او درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي عطامحمد پژواک ته وويل، چې په دغه پېښه کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، چې دوو پوليسو هم ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان دي.
خو سمونوال قادري د سيمې د اوسېدونکي نظر رد کړ.
د يوه بل خبر له مخې، د ميدان وردګو ولايت په بېلابېلو امنيتي پېښو کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک ته وويل چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د سيداباد ولسوالۍ د شيخ اباد سيمې په ډابغرۍ کلي کې د ملي اردو پوستې ته څېرمه چاودنه شوې ده.
نوموړی زياتوي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملي اردو سرتېرو پوستې ته څېرمه، پلې ګزمه کوله، چې له امله يې د ملي اردو افسر ووژل شو او درې سرتېرې يې ټپيان شول .
د خوږياڼي په وينا، د ټپي شويو سرتېرو روغتيايې حالت د ډاډ وړ دی .
دغه راز نوموړي وويل، چې تېره شپه د چک ولسوالۍ په ادم خېلو سيمه کې يوه شل کلنه پېغله د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته کې ټپي شوې ده.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.