کندهارښار ) پژواک ٢٥کب٩٣): د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره غواړي په کندهار کې د مېرمنو لپاره کرنيز فارم جوړ کړي.
په دې اړه په کندهار هوايي ډګر کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار سرپرست والي توريالي ويسا، د ښځو چارو رييسې رقيې اڅکزۍ، يو شمېر سکتوري رييسانو او د امريکا د سفارت او نړيوالې پرمختيايي ادارې استازو ګډون کړى وو.
د کندهار د ښځو چارو رييسې پژواک خبري اژانس ته وويل، د ولايتي ادارې مسوولينو د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې(USAID ) له استازيو سره يو تفاهم ليک لاسليک کړ، چې له مخې به يې په کندهار ښار کې د ښځو لپاره کرنيز فارم جوړېږي.
هغې زياته کړه، افکو کمپنۍ د کندهار ښار په عينو مېنه کې د ښځو چارو رياست ته ٢٥ جريبه ځمکه ورکړې چې پر ١٢ جريبه به يې کرنيز فارم يا د ښځو باغ ودان شي.
د نوموې په وينا، د دغه کرنيز فارم په جوړېدو سره به مېرمنو ته خوندي چاپېريال رامنځته شي، تر څو همدلته د کرنې په برخه کې نوې او معاصرې لارې چارې زده کړي.
دا وايي، په کرنيز فارم کې به ډېر تمرکز ښځو ته د څارويو د روزنې تر څنګ د لوړ ارزښت لرونکو سبزيجاتو لکه روميان، بادرنګ، توربانجان، پالک د کرلو او دغه راز د پستې، انګورو، انارو او نورو مېوو د باغونو د بڼوالۍ په برخه کې وي.
د اڅکزۍ په باور، د دې پروګرام له لارې به افغان مېرمنې د کرنې سکتور ته لاسرسى پيدا کړي او وبه کولاى شي چې د خپلو کورنيو اقتصادي وضعيت ښه کړي.
د کندهار سرپرست والي توريالي ويسا دغه پروګرام د کرنې په برخه کې يو پرمختګ وګاڼه او ويې ويل چې په دې توګه به د کندهار ښار او ولسواليو هغه مېرمنې د کرنې او د څارويو د روزنې وړتيا تر لاسه کړي، چې خپل نارينه يې له لاسه ورکړي وي او يا هم په ځينو پېښو کې ټپيان شوي وي.
نوموړي د امريکا د پرمختيايي ادارې له استازو سره په ليدنه کې ټنيګار وکړ، چې پروژې بايد د ولايتي ادارې له خوا د جوړ شوي پنځه کلن پرمختيايي پلان سره سمې طرحه او پلې کړي، تر څو د خلکو اړتياوې پوره شي او لازم خدمات ورته وړاندې شي.
د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې يوه مشر William Hammink وويل چې اداره يې د ښځو لپاره د کرنيز فارم د جوړولو چارې د روان کال په مې مياشت کې پيل کوي.
هغه زياته کړه، پر دې پروګرام ١٣٠ زره امريکايي ډالر لګښت راځي او ټاکل شوې په پيل کې ٢٤ مېرمنې په دغه فارم کې په دنده وګومارل شي، خو وروسته به يې شمېر ورو ورو زياتېږي.
د نوموړي په وينا، له کرنې څخه ملاتړ د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له لومړيتوبونو دى او دغه اداره په کندهار کې د کانالونو او اوبو لګولو د سيسټم د جوړولو، د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي او په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې د رقابت د زياتوالي په برخه کې مرسته کوي.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP