کندوز (پژواک، ٢٥ کب ٩٣): ناپېژانده وسله والو د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې يو پخوانى جهادي قوماندان وژلى دى.
ځايي چارواکي وايي چې د اسلامي جمعيت پخوانى قوماندان محمدکاظم تېر ماښام هغه مهال په صندوق ساى کلي کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو، چې له جوماته د راوتو په حال کې و.
د خان اباد ولسوالۍ اجرائيه امر قدرت الله صافي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قوماندان په صندوق ساى شهرت درلود او د ځايي مخور په توګه يې د خلکو د ستونزو په حل کې مرسته کوله.
صافي زياته کړه چې نوموړى د خان اباد له مرکزه خپل کلي ته د خلکو د يوې شخړې د حل په موخه تللى و چې ناپېژانده وسله والو پرې بريد وکړ.
صافي زياته کړه چې لا هم د بريدګرو هويت نه دى څرګند شوى او پوليس يې په اړه څېړنې کوي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې کاظم اربکى قوماندان و او د طالبانو له خوا وژل شوى دى.
د يادونې ده، دوې مياشتې وړاندې د يوسف ارجال په نامه د ملي اسلامي جنبش يو پخوانى قوماندان هم د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو. نوموړي د خان ابآد په اقتاش سيمه کې د غير قانوني وسله وال قوماندان په توګه دنده اجرا کوله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP