Language

د مزارشريف ښار پاکولو ته حشر وشو

مزارشريف (پژواک، ٢٦ کب ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې نوروز جشن ته د چمتووالي په ترڅ کې د ښار د پاکوالي عمومي حشر پيل شو.

د هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز مزارشريف كې د نوروز جشن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايتمآب جنډه پورته کېږي.

 په دغو مراسمو كې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي برخه اخلي.

د مزارشريف د ښاروالي د پاکوالي امر ضياءالحق عطايي د کب په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښاروالي هر کال نوروز جشن ته د چمتووالي په ترڅ د دولتي ادارو، مدني ټولنو او عامو خلکو په مرسته د ښار د پاکوالي عمومي حشر کوي.

نوموړي د روضې ختيځ لور ته د کابل-مزار پر لويه لاره د پاکوالي چارې پيل کړې وې، زياته کړه، چې تېره اوونۍ د بلخ ټولو دولتي ادارو ته مکتوب لېږل شوی و چې د خپلو سيمو د پاکوالي چارې پيل کړي.

د هغه په وينا، په همدې ورځ د ښار په بېلابېلو سيمو کې د دولتي ادارو او عامو خلکو په مرسته د ښار د پاکوالي حشر روان دى.

د مزارشريف اوسېدونکي، چې د ښار د پاکوالي له روانې لړۍ خوښ دي نيوکه کوي چې ښاروالي ولې په عامو ورځو کې هم د ورته پاکوالي پلان نه جوړوي.

د ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي حاجي الماس پژواک ته وويل چې په دغسې حالاتو کې د ښار پاکول ښه خبره ده؛ خو دغسې پاکوالی بايد دود شي.

نوموړي زياته کړه: ((په کال کې يو ځل په همدې شپو ورځو کې ښار پاکېږي، بيا يې نو نه ښاروالي په غم کې وي او نه هم عام خلک.))

د هغه په وينا، ښاروالي د ښار د پاک ساتلو دنده لري؛ دوی بايد عام خلک له بېلابېلو لارو تشويق کړي چې دوولس مياشتې د ښار په پاکولو کې برخه واخلي.

د ښاروالۍ د پاکولو څانګې مسوول عطايي د خلکو نيوکې پر ځای بولي او وايي، دوی هڅه کوي چې د کال په اوږدو کې د ښار د پاکوالي لپاره لازمې چارې ترسره کړي.

نوموړي په ننني حشر کې له عامو خلکو مننه وکړه چې د ښار په پاکولو کې يې برخه واخيسته.

خو هغه پر دولتي ادارو باندې نيوکه وکړه چې تر دې دمه يوازې درې څلور دولتي ادارو ورته د ښار د پاکوالي په عمومي حشر کې د برخې اخيستو خبر ورکړی دی.

 

Related Topics