پل علم (پژواک، ٢٦ کب ٩٣): د لوګر چارواکي وايي، ناپېژاندو کسانو په خوشي ولسوالۍ کې د يوه قومي مشر کور ته لاسي بمونه ور غورځولي او د کورنۍ درې غړي يې وژل شوي او څلور نور سخت ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بمي بريد تېره شپه شاوخوا نهه بجې د خوشي ولسوالۍ په اپتک سيمه کې د سيد شېرين شاه پر کور شوى دى.
دروېش وايي چې په چاودنو کې د دې کورنۍ درې ښځې وژل شوې او سيد شېرين شاه، دوه ماشومان او يو بل نارينه ټپيان شوي دي.
د والي وياند وويل چې د ټپيانو حالت نازک دى او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
شېرين شاه د خوشي ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا غړى دى.
دروېش وايي، د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې، خو تر اوسه يې په اړه څوک نه دي نيول شوي.
د لوګر امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحاقزى هم د پېښې پخلى کوي.
د سيمې يوه اوسېدونکي سيد عبادالله چې له يادې کورنۍ سره خپلوي لري، پژواک ته وويل چې دوى تېره شپه ناوخته په کلي کې د چاودنو غږونه واورېدل.
عبادالله وايي چې سيد شېرين شاه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کار به چا کړى وي.
محمدناصر غيرت د لوګر د ولايتي شورا منشي دا ډول بريدونه د اسلامي ارزښتونو او افغاني دود خلاف بولي او وايي چې حکومت بايد هرو مرو د دې پېښې عاملين پيدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ماښام مهال يوه وسله وال په مرکز پل علم ښار کې د لوګر د پاڅونوالو پر قوماندان سيد فرهاد اکبري بريد وکړ.
اکبري له بريده روغ ووت خو بريدګر په تېښته بريالى شو.
په لوګر کې د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر د پسرلي په راتګ سره د مخالفينو فعاليتونه زياتېږي.
د لوګر اوسېدونکي وايي، د پسرلي د خوشحاليو پر ځاى يې فکر د مخالفينو پر بريدونو او نا امنيو ورټول وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP