Language

په مزار کې د نوروز جشن ته امنيتي تدابير نيول شوي

مزارشريف (پژواک، ٢٦ کب ٩٣): د بلخ ولايت امنيتي چارواکو د نوروز پر مهال د مزارشريف ښار د امنيت ټينګولو ډاډ ورکړى دى.

د بلخ سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري تېره ورځ ناوخته ماښام مهال په روضه شريفه کې د امنيتي قطعې د ځای پر ځای کېدو د مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

 د هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز مزارشريف كې د نوروز جشن د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو لمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايتمآب جنډه پورته کېږي.

 په دغو مراسمو كې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي برخه اخلي.

د بلخ سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري وويل چې د مزارشريف ښار امنيت له دمګړۍ د ډاډ وړ دی او يقين لري چې د نوروز د مراسمو په ترڅ کې به له ډېرو ستونزو سره مخ نه شي.

د هغه په وينا، د جشن د امنيتي پلان په ترڅ کې دوی شاوخوا په ۷۳ کيلومترۍ کې سترې پوستې جوړې شوې چې د مزار- کابل او مزار- شبرغان لويې لارې هم تر پوښښ لاندې راولي.

قادري خبردارى ورکړ چې په همدې شپو ورځو کې مزارشريف ښار ته د هر ډول قانوني وسلو د لېږد اجازه د نوروز جشن تر پايه پورې هېچا ته نه ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د ښار په امنيتي کمربندونو کې ځانګړي کارتونه شته چې مېلمانه يې د خپلې قانوني وسلې د سپارلو په بدل کې ترلاسه کوي او د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته يې بېرته ترلاسه کولی شي.

د هغه په وينا، دمګړۍ ښار ته ټولې فرعي او لويې لارې د امنيتي وړو او غټو پوستو تر پوښښ لاندې دي چې هر ننوتی کس او موټر له تلاشۍ پرته ښار ته نه شي دننه کېدی.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي که څه هم په دغه ښار پر امنيت ډاډمن دي، خو بيا هم له امنيتي ارګانونو د لا ويښ پاتې کېدو جدي غوښتنه کوي.

د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمدسليم پژواک ته وويل چې وسله وال مخالفين په داسې شپو ورځو کې هڅه کوي چې امنيت ګډوډ کړي.

نوموړي زياته کړه: ((امنيتي مسوولين بايد په دې ډاډمن نه شي چې ځه نو امنيت ښه دی، هر څه د دوی په واک کې دي، هېڅ پېښه به نه رامنځته کېږي، دوی بايد هره شېبه ويښ وي او د امنيت ساتنې په لاره کې ستړيا حس نه کړي.))

د بلخ امنيه قوماندان قادري خلکو ته د ډاډ ورکولو تر څنګ وغوښتل، هر څوک په هر ځای کې له کوم مشکوک کس يا هم کوم توکي سره مخ کېږي نو بايد له امنيتي ارګانونو سره په اړيکه کې شي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې ولس د دوی ملاتړ وکړي نو هېڅوک د نوروز جشن د امنيت د خرابېدو هڅه څه چې فکر هم نه شي کولی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.