مهترلام، مزارشريف، کندوز (پژواک،۲۷ کب ۹۳): په لغمان، بلخ او کندوز کې د ژورناليستانو پر خونديتوب او معلوماتو ته په لاسرسي ټينګار وشو او وويل شول چې دولت هڅه کوي، د بيان او رسنيو د ازادۍ پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.
“د تېرې يوې لسيزې ژورنالېزم لاسته راوړنې او ننګونو” تر سرليک لاندې سيمينار نن د کب په ۲۷مه، د لغمان مرکز مهترلام کې د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو ټولنې له خوا ترسره شو، چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو او کوزې پښتونخوا شاوخوا څلور سوو ژورناليستانو او نظر خاوندانو په کې ګډون کړى وو.
د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو ټولنې مشر لال پاچا ازمون، د ياد سيمينار په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په سيمينار کې د ژورنالېزم په لاسته راوړنو او نيمګړتياوو خبرې وشوې، تېره يوه لسيزه د هېواد په ځانګړې ډول په ختيځ کې ژورنالېزم کې ډېر پرمختګ شوى، له پنځوس عنوانه ډېر ژورناليستيک کتابونه په دغې سيمه کې ليکل شوي او خپاره شوي.))
د ده په وينا، د څېړنيز سيمينار په وياړ يې ۱۹ عنوانه کتابونه هم خپاره کړي، چې په دې سره د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورناليستانو ټولنې د چاپ کړو کتابونو شمېر ۱۵۰ عنوانو ته ورسېد.
نوموړي زياته کړه: (( زموږ ژورناليستان ننګونې هم لري، ژورناليستان ګواښل کې کېږي او پر وخت معلومات نه ورکول کېږي.))
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان پژواک اژانس ته وويل، په ولايت کې يې د ژورناليستانو او رسنيو پر وړاندې سترې ننګونې نشته او په وينا يې، يوه لسيزه وړاندې په دغه ولايت کې د نارينه هغو ترڅنګ ښځينه ژورناليستانې هم فعاليت کوي.
د لغمان والي فضل الله مجددي په دې سيمينار کې د ولسمشر اشرف غني پيغام ولوست او ډاډ يې ورکړ، چې له هر راز ژورناليستيکو فعاليتونو سره مرسته کوي.
له کوزې پښتونخوا څخه راغلي ژورناليست اسلام ګل افريدي د سيمينار په يوه څنډه کې پژواک اژانس ته وويل: ((موږ هم د امنيتي ادارو تر سانسور او څار لاندې کار کوو؛ خو بيا هم ښې لاس ته راوړنې لرو.))
د افغانستان د خپلواکو ژورناليستانو د خونديتوب کمېټې مشر عبدالمعيد هاشمي له ولسمشر غوښتنه وکړه، چې معلوماتو ته د لاسرسي په قانون کې سمون راولي او د امنيت شورا پر هغې پرېکړې له سره غور وکړي، چې امنيتي چارواکي دې ژورناليستانو ته معلومات نه ورکوي.
نوموړي وويل، د ټولو ولايتونو ژورناليستان بايد د بې وزلو او وژل شوو ژورناليستانو د مالي لاسنيوي لپاره د مرستې صندقونه جوړ کړي.
د يوه بل خبر له مخې، د شمال زون خبريالان هم وايي، دولت هڅه کوي، چې د بيان او رسنيو د ازادۍ پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.
دغه څرګندونې، په مزارشريف ښار کې د کب په ۲۷مه، د شمال زون بېلا بېلو خبريالانو د خبريال ورځې د نمانځنې په ترڅ کې، پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د بلخ ولايت د ولايتي شورا په انګړ کې د لسګونو خبريالانو په راټولېدو د خبريال ورځ ونمانځل شوه، چې د ولايتي شورا ځينو غړو هم په کې برخه اخيستې وه.
په مزارشريف کې د نى رسنيز دفتر مسوول نوراغا شريفي پژواک ته وويل، دولت هڅه کوي، چې پر خبريالانو د معلوماتو د راټولېدو لارې راتنګې کړي.
نوموړي زياته کړه، چې څه موده وړاندې د امنيت شورا پرېکړه کړې، چې د ولايتونو امنيه قوماندانان بايد له رسنيو سره معلومات شريک نه کړي، چې د هغه په وينا، ورته کړنې د بيان او د رسنيو د ازادۍ پر وړاندې خنډونه راولاړوي.
شريفي، روان کال د خبريالانو پر وړاندې ستونزمن وباله، چې په ترڅ کې يې د هېواد په بېلا بېلو څنډو کې خبريالانو قرباني ورکړه.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه کال په ترڅ کې د نى دفتر له خوا د خبريالانو پر وړاندې ۱۲۵ پېښې ثبت شوې دي، چې ۸ پېښې په کې د خبريالانو د وژنې دي.
د هغه په خبره، په تېرو ديارلس کلونو کې خبريالانو د قربانيو په ورکولو د بيان د ازادۍ لپاره کار کړی ؛ دولت بايد دغه قربانۍ په پام کې ونيسي او د رسنيزو کړنو لپاره اسانتيا برابره کړي.
له بلې خوا د شمال ختيځ زون خبريالانو هم په کندوز ولايت کې د يادې ورځې په نمانځلو سره، په ولايتونو کې د دولتي مسوولينو له لوري د کره او په وخت معلوماتو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه.
د ياد زون د خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازي رحمت همنوا په دې اړه پژواک ته وويل، چې سږکال په کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولايتونو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٨ پېښې ترسره شوي دي.