ښرنه (پژواک، ۲۹ کب ۹۳): د پکتيکا د پوهني ریاست مسوولین وايي چې په ۱۳۹۴ ښوونیز کال کې به د دغه ولایت شپږ زره نوي زده کوونکي د زده کړو له نعمته برخمن شي.
د پکتیکا د پوهنې رییس کوچي ځاځي په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی به په ۱۳۹۴ ښوونیز کال کې د خپلو نړیوالو همکارو مؤسسو په مرسته شپږ زره هغه نوي زده کوونکي چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري، تر ښوونيز پوښښ لاندي راولي.
کوچي ځاځي زیاته کړه چې دغو شپږ زرو ماشومانو ته به په هغو ځایونو کې چې هلته رسمي ښوونځي شتون ونه لري، سيمه ييز ښوونځي جوړ شي.
نوموړی وايي چې دغه ښوونځي به په هغو ساحو کې جوړ شي چې هلته ماشومان نه شي کولای چې ښوونځي ته ولاړ شي.
د ځاځي په خبره، دغه سيمه ييز ښوونځي به له لومړي تر درېیم ټولګيو پورې ټولګي ولري او د رسمي ښوونځیو په څېر به په کې تدریس کېږي او تر درېم ټولګي وروسته به زده کوونکي رسمي ښوونځیو ته معرفي کېږي.
د پکتیکا ولایت د پوهنې رییس وایي چې دوی به په راتلونکي ښوونیز کال کې د کتابونو او قرطاسیې په برخه کې هېڅ ډول ستونزه ونه لري؛ ځکه د ضرورت وړ کتابونه او قرطاسیه ورته رسېدلي او هم د ډېرو ولسواليو ښوونځیو ته رسولي او پاتي نورو ښوونځیو ته به يې هم ډېر ژر ورسوي.
نوموړی وویل په پکتیکا کې اوس په ټولیز ډول ۳۵۸ ښوونځي شته چې له ډلې يې یوازې دریمه برخه ودانۍ لري.
ځاځى زیاتوي چې په تېرو دوو کلونو کې يې په دغه ولایت کې تر شلو ډېرو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې او په راتلونکي کال کې به د سلو په شاوخوا کې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.
ځاځي په پکتیکا کې د پوهنې په برخه کې د ستونزو یادونه وکړه او ويې ویل چې پکتیکا له پراخ مساحت سره یو سرحدي ولایت دی او د امنیتي ستونزو له امله، لکه څنګه چې اړینه ده نه شوي کولاى د پوهنې له بهیره څارنه وکړي.
نوموړي همدارنګه د مسلکې ښوونکو کمښت او د ښوونځيو لپاره د ودانیو نه شتون هم د پوهنې په بهیر کې پراته خنډونه ياد کړل.
د پکتیکا د پوهنې ریيس کوچي ځاځي د یادي خبري ناستې په پای کې د پکتیکا له خلکو د پوهنې بهیر د لاښه پر مخ بیولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او غږ يې پرې وکړ چې خپل اولادونه، په ځانګړي ډول نجوني دې له زده کړو نه بې برخې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په پکتیکا کې يوسلو ٥٥زره زده کونکي ۳۵۸ ښوونځيو ته ځي چې د پوهني ریاست د مسوولینو په خبره، له دې ډلې يې ٦٢زره نجونې دي.