پل علم (پژواک، ٤ ورى ٩٤): د لوګر امنيتي چارواکي وايي، د دې لپاره چې د څرخ ولسوالۍ په لاره دولتي مامورين او امنيتي ځواکونه تګ راتګ وکولى شي، د همدې لارې د امنيت د ټينګښت لپاره عمليات پيل شوي دي.
دولتي مامورين له تېرو ١٣ کلونو راهيسې د دولت د وسله والو مخالفينو له وېرې، نه شي کولى پر دې لارې چې د ٣٢ کيلومتره په اوږدوالي له مرکز پل علم څخه غځېدلې، تګ راتګ وکړي. دا لاره د خروار ناامنې ولسوالۍ ته هم غځېدلې ده.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبری اژانس ته وويل، د دې لارې د امنيت لپاره سر له نن څخه د ګډو ځواکونو عمليات پيل شوي او سيمې ته سرتېري تللي دي.
هغه زياته کړه، چې د عملياتو په لړ کې به ټولې هغه سيمې له مخالفينو پاکې شي، چې دا لاره يې ناامنه کړې ده.
دى وايي: “له څو کلونو راهيسې څرخ ته غځېدلې لاره د طالبانو تر واک لاندې وه، امنيتي ځواکونو او ولسوال د هوا له لارې تګ راتګ کاوه.”
نوموړی وويل، کله چې لاره خوندي شي، نو د دوامداره امنيت لپاره به يې په سيمه کې امنيتي پوستې جوړې شي.
څرخ ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې د پرانيستلو لپاره په داسې حال کې چاڼيز عمليات پيلېږي، چې له تېرو ١٣ کلونو راهيسې د ناامنۍ له امله له مرکز پل علم څخه دولتي مامورين نه شي کولى څرخ او وراخوا خروار ولسواليو ته لاړ شي.
د خروار اوسېدونکي وايي، عام خلک هم د ناامنۍ او د مخالفينو له خوا پر سړک د ځاى پرځاى شويو ماينونو له وېرې پر دې لارې سفر نه کوي او خپلې سيمې ته د تګ لپاره مجبور دي، لومړى پکتيا ولايت او له هغه ځايه خروار ته لاړ شي.
پر دې سربېره له پل علم څخه د ازرې ناامنې ولسوالۍ ته غځېدلې لاره هم د دولت د مامورينو پرمخ تړلې ده او لا هم څرګنده نه ده، چې د هغې د خوندې کولو لپاره به امنيتي ارګانونه کله ګام پورت کوي. د ازرې خلک خپلو سيمو ته د تګ لپاره اړ دي، چې لومړى ننګرهار ته لاړ شي.
د لوګر امنيه قوماندان د دې ستونزې لامل، په تېرو کلونو کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي وبلله او ويې ويل، چې يواځې پوليسو نه شواى کولى د څرخ د لارې د خوندي کولو لپاره اقدام وکړي.
اسحاقزي زياته کړه: “پوليس نه شي کولی چې د يادو ولسواليو لارې د پرانيستلو لپاره په يواځې سر له طالبانو سره جګړه وکړي؛ په لوګر کې د ملي اردو مېشتو ځواکونو له پوليسو سره مرسته نه کوله.”
د څرخ ولسوال خليل الله کمال، پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د لارې خلاصون به، دولتي مامورينو او د سيمې خلکو ته ډېره اسانتيا رامنځته کړي.
ده زياته کړه: “په لاره کې د امنيتی ستونزو له امله به موږ نه شواى کولى دې ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې راشو، نو ډېر وخت مو ضايع کېده او نورو مامورينو هم خپل اداري کارونه په پل علم کې ترسره کول.”
هغه وويل، دا چې د لارې د خلاصون لپاره ګامونه پورته شوي، همدا اوس په دوو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
طالبانو تردې دمه د څرخ د لارې پر سر له امنيتي ځواکونو سره د جګړې په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې څرخ، خروار او ازره د لوګر ډېرې ناامنې ولسوالۍ دي، چې د دولت د مخالفينو فعاليت په کې پراخ دى.