غزني (پژواک، ٤ ورى ٩٤): د غزني چارواکي وايي چې طالبانو تېره ورځ د دغه ولايت په اب بند ولسوالۍ کې څلور مسافر له موټره ښکته کړي او پر ډزو وژلي دي.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ څلور کسان په يوه کرولا موټر کې له غزني ښاره اب بند ولسوالۍ ته پر لاره وو چې د تودې چينې په سيمه کې طالبانو له موټره ښکته کړي او وژلي يې دي.
هغه وويل چې په وژل شوو کې د غزني د سولې د عالي شورا د غړي مولوي حکيم الله زوى هم شامل دى. پاتې درې نور هم د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
د نورالله په نوم د تودې چينې يوه اوسېدونکي د دغو کسانو وژل کېدل تاييد کړل.
نورالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې مخ پټو طالبانو دا کسان له موټره ښکته کړل او پرته له دې چې له هغوى پوښتنه وکړي، ډزې يې پرې وکړې او ويې وژل.
اب بند د کندهار- کابل په لاره پرته ولسوالي ده چې له غزني ښار څخه ۷۵ کيلومتره واټن لري.
د يادونې ده، ياده ولسوالي دا څو کلونه کېږي چې نا امنه ده او ډېره برخه يې د وسله والو په ولکه کې ده.