مزارشريف (پژواک، ٤ ورى ٩٤): د شمال زون په پنځو ولايتونو کې د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې څه باندې درې زره مېوه لرونکي باغونه کېنول شول.
دغه څرګندونې د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د شمال زون مسوول احمد فهيم جباري د وري په ۴مه په بلخ ولايت کې د يادې پروسې د وروستي باغ د اېښودو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
نوموړي زياته کړه چې د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د پروژې په ترڅ کې د شمال زون په پنځو ولايتونو په بېلا بېلو سيمو کې ۳۱۰۰ باغونه کېنول شول.
د هغه په وينا، په سمنګان ولايت کې ۱۲۸۰ جريب باغ، ۹۰۰ جريبه په بلخ، ۳۵۰ جريبه په جوزجان، ۲۸۰ جريبه په فارياب او ۶۰۰جريبه په سرپل ولايت کې کېنول شوي دي.
جباري وويل چې په دغو باغونو کې د بادام، زردالو، مڼې، انار، شفتالو، املوک، ګيلاس، انګور او د نورو هغو ميوو نيالګی شامل دی، چې د بلخ ولايت اب وهوا سره سمون لري.
نوموړي زياته کړه، چې دغه باغونه په افغانستان کې د ميوو د کميت او کيفيت د ښه کېدو په موخه کېنول کېږي چې له لارې د هېواد د خپلو مېوو کچه زياته شي او د مېوې وارداتو کې کمښت راشي.
د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکي محمدانور پژواک ته وويل چې د يادې پروسې په لړ کې يې په پنځه جريبه ځمکه کې مېوه لرونکي نيالګي کېنول.
نوموړي زياته کړه چې دغه نيالګي ورته د دولت له خوا په کمه بيه ورکول کېږي او د روزنې او پالنې په برخه کې ورسره مرسته کوي.
په شمال زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ د پروسې مسوول جباري وويل، چې دغه پروژه په ټول هېواد کې تر ۲۰۱۸ کال پورې د ۱۱۸ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د نړيوال بانګ له خوا تمويل کېږي.
د مالدارۍ او باغدارۍ دغه پروژه له ۲۰۰۸ کال څخه پيل شوې، چې تر دې دمه يې په ترڅ کې د شمال زون په پنځو ولايتونو کې ۵۵ زره جريبه ځمکه کې باغونه کېنول شوي دي.