غزني ښار ( پژواک، ٤ ورى ٩٤ ) : ددولت وسله والو مخالفينو په غزني ښار کې پر يوه پاڅونوال ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.
ددې ولايت د سرپست والي وياند شفيق ننګ د وري په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې د غزني ښار په لومړۍ ناحيه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينود بې غږه تومانچې پر ډزو د اندړو ولسوالۍ پر يوه پاڅونوال ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.
دى وايي چې دغه پاڅونوال سيد انور نومېده او غزني ښار ته د څه کار لپاره راغلى و.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت پژواک ته وويل چې د وژل شوي تن جسد روغتون ته راوړل شوى او د سر په برخه کې پر ډزو لګېدلى دى.