ايبک (پژواک ٥ ورى ٩٤): د سمنګانو سلګونو کسانو د بشر حقونو وروستى خپور شوى راپور، چې ګواګې د هېواد يو شمېر مسوولين د بشر حقونو ناقضين دي، وغانده.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په خپل يوه تازه راپور کې چې د تېر کال د کب په ۱۴مه خپور شوى، د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور، د اروزګان د شخصي وسله والو قوماندان عبدالحکيم شجاعي، په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عزيز الله، د تخار د ملي امنيت پخوانى رييس جنرال نجيب الله، د تخار پخوانی امنيه قوماندان خيرمحمد تيمور، په کندوز کې د جمعيت پخوانى قوماندان مير علم، د ملي امنيت پخوانى رييس اسدالله خالد او د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق يې له بشري حقونو پر سرغړونې تورن کړي دي.
دغه سازمان، د افغانستان له حکومته غوښتي، چې دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
د ياد راپور په تړاو د سمنګانو په مرکز ايبک کې شاوخوا ٨٠٠ کسان له مجاهدينو د ملاتړ کمېسيون له لوري په يوه غونډه کې راټول شوي وو.
په دې ناسته کې پخواني جهادي قوماندان خواجم قل روزي وويل، چې ياد راپور د واقعيت له مخې نه، بلکې يو غير واقعبينانه راپور دى، چې دوى يې غندي.
نوموړي د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې هغه د هېواد يو رښتينى مشر او خدمتګار شخصيت دى.
د غونډې په پاى کې يو پرېکړه ليک صادر شو، چې په کې راغلي، چې هېڅ داسې معتبر سند نشته چې پر پورتنيو کسانو لګول شوي تورونه ثابت شي.
په پرېکړه کې زياته شوې، ياد راپور د داسې کسانو له لوري چمتو شوى، چې نه غواړي په هېواد کې سوله راشي.