Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هاوان مرمۍ دوه ماشومان وژلي او ٦ تنه نور ټپيان کړي

غزني، ميمنه، لښکرګاه (پژواک ۵ وری ۹۴): د غزني په دهيک ولسوالۍ کې د توغول شوې هاوان مرمۍ له امله دوه ماشومان وژل شوي او يوه مېرمن او پنځه ماشومان ټپيان شوي دي.

د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر د غزني د دهيک ولسوالۍ د علي کلا په سيمه کې، وسله والو طالبانو غوښتل چې د ملي اردو پر ځواکونو د هاوان مرمۍ وتوغوي، خو هغه پر يوه کور لګېدلې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي، پنځه ماشومان او يوه مېرمنه ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.

خو د سيمې خلک بيا وايي، چې د هاوان مرمۍ د ملي اردو ځواکونو له لوري توغول شوې ده.

د علي کلا د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالرحيم بيا پژواک ته وويل، چې د ملي اردو ځواکونو د علي خېلو په سيمه کې او وسله والو طالبانو د علي کلا په سيمه کې سنګرونه نيولي وو.

دى زياتوي، کله چې د ملي اردو ځواکونو پر طالبانو توغندي وتوغول، نو يو توغندى د علي محمد په نوم د يوه کس پر کور ولګېد، چې په ترڅ کې يې درې ماشومان ووژل شول او ٧ تنه چې پنځه ماشومان، يوه مېرمن او يو سړى وو، ژوبل شول.

نوموړى وايي: ((طالبان هم مرمۍ ورولې او ملي اردو هم په کلي مرمۍ راورولي او جنګ اوسمهال هم روان دى.))

د غزني د ولايتي روغتون يوه نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک ته وويل، چې دوى ته له د يادې پېښې له ځايه شپږ ټپيان چې پنځه ماشومان او يوه مېرمن ده، ور وړل شوي دي.

د ده په خبره، په تپيانو کې د دوو ماشومانو حالت د اندېښنې وړ دى.

ياده دې وي، چې د غزني په اندړو او دهيک ولسواليو کې د نصرت په نوم د افغان ګډو ځواکونو له لوري عمليات روان دي، چې د چارواکو په وينا، تراوسه يې له شلو زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبلې اړولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د يادې پېښې په اړه پژواک ته وويل، چې د هاوان مرمۍ د دوى له لوري نه ده توغول شوې.

هغه زياتوي، په يادو عملياتو کې د دوى درې تنه ټپيان شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې ١١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په فارياب کې د ٢٠٩ قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن محمد رضا رضايي، پژواک ته وويل،  د قيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې تراوسه پورې ٧ طالبان وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې شل تنه دولتي سرتېري يې وژلي او ٤ ټانکونه يې ويجاړ کړي دي.

نوموړي د دوو طالبانو وژل او د ٤ نورو ژوبلېدل تاييد کړي دي.

له بلې خوا په هلمند کې د ٧ وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.

په هلمند کې له ٢١٥ ميوند قول قوماندانۍ څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ذوالفقار او حمايوي عملياتو په پايله کې د سنګين ولسوالۍ په شين کلي، اووه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو تن ژوبل شوى دى.

خو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

 په خبرپاڼه کې دغه راز په سنګين او مارجې ولسواليو کې د يوې زياتې اندازې وسلې او مهماتو د نيولو خبر هم ورکړى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.