تالقان (پژواک، ٦ ورى ٩٤): د تخار د پوهنې رياست وايي چې د بوديجې د کمښت له امله دوى اړ دي د ښوونکو د معاش لپاره له زده کوونکو هره ورځ يوه افغانۍ واخلي.
د تخار د پوهنې رييس عبدالقادر افغان چې د بي بي هوا په لېسه کې يې يوې غونډې ته خبرې کولې وويل، سږ کال د تخار د پوهنې رياست بوديجه ١٣٠ ميليونه افغانۍ کمه شوې ده.
افغان وايي، له يوې خوا د دوى بوديجه کمه شوې او له بلې خوا اړتيا لري چې په ټولو ښوونځيو کې لږ تر لږه دوه نوي ښوونکي وګوماري.
د تخار د پوهنې رييس وويل چې له همدې امله دوى په پام کې لري چې له هر زده کوونکي د ورځې يوه افغانۍ واخلي تر څو د نوو ګومارل کېدونکو ښوونکو تنخوا برابره شي.
ده زياته کړه: “هر زده کونکی بايد هره ورځ يوه افغانۍ خپل ښوونځي ته ورکړي، هغه ښوونځي چې ۵ سوه زده کوونکي ولري هره ورځ ورته ٥٠٠ افغانۍ راټولېږي، په زده کوونکو هېڅ ډول فشار نه راځي او هغه کسان چې بډای دي، هغوی ۵۰ افغانۍ هم ورکولی شي، په دې سره د ښوونکو تشه ډکېداى شي.”
نوموړی وايي، د دغه کار لپاره يې ډېرو ولسواليو ته سفرونه کړي او په اړه يې له خلکو سره خبرې هم کړې دي او هغوى هم ورسره منلې چې د ماشومانو د تعليم په بدل کې به پيسې ورکوي.
افغان وايي چې له دغه ګام پورته کولو يې موخه دا ده چې په تخار کې پوهنه پر ځان بسيا شي او په راتلونکي کې د بهرنيو موسسو مرستو ته اړ نه شي.
افغان زياته کړه: “موږ چې تر دې دمه له روس، انګرېز، امريکا، عرب او عجم څخه مرستې ترلاسه کړې، زموږ زخم ته درمل شوې نه دي. دا ملک د پرديو په مرسته ودان نه شو، راځئ نور خپله کار وکړو. که موږ دغه اصول پلي کړو راتلونکی کال به له دغه ښوونځي څخه چې اوس په کې ولاړ يو، مدينه فاضله جوړوي.”
خو بلخوا د تخار اوسېدونکي د پوهنې د رييس دا پرېکړه د اساسي قانون خلاف بولي.
په تالقانو کې د مدني ټولنې يوه غړي عبدالفتاح اديب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې زده کړې وړيا دي او هېڅوک نه شي کولى له زده کوونکو پيسې واخلي.
اديب وايي زياته کړه: “دا د افغانستان د اساسي قانون خلاف کار دی، په اساسي قانون کې راغلي، دولت اړ دی چې ټولو زده کوونکو ته يو شان د زده کړې وړيا زمينه برابره کړي؛ ځکه ډېر شمېر کورنۍ شته چې د يوې افغانۍ د ورکړې توان هم نه لري، د پوهنې وزارت بايد له نړيوالې ټولنې او اړوند موسسو مرسته وغواړي او له زده کوونکو دې پيسې نه اخلي.”
نوموړی د پوهنې له وزارته غواړي چې د تخار د پوهنې پر پراختيايي بوديجې بيا کتنه وکړي او دغه ستونزه له نورو معقولو لارو هواره کړي، تر څو زده کوونکي اړ نه شي چې د زده کړې په بدل کې پيسې ورکړي.